روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی: سوله د افغانانو په غوښتنه پر ملی بحث بدله شوې ده

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د سې شنبې په ماښام د سولې د مذاکراتو په اړه د مدنی ټولنې او خبرىالانو ملی غونډې په اختتامىه کې ګډون او وىنا وکړه. په دې غونډه کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې وشوه، اجرائىه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او ىو شمېر لوړو پوړو حکومتی چارواکو هم حضور درلود، په پىل کې فروزان رسولی د مدنی ټولنې په استازىتوب د ىاد کنفرانس په اړه معلومات ورکړل او وې وىل، په کنفرانس کې د هېواد د ۳۴ ولاىتونو د مدنی ټولنې او رسنىو ۴۰۰ استازو برخه لرله او د سولې پر موضوعاتو ىې بحث وکړ. هغې زىاته کړه: موږ په دې خاطر چې مشخص ادرس اىجاد او خپل غږ ګډ پورته کړو، دغه کنفرانس مو جوړ کړ او لومړى مو حکومتی مسوولىنو ته مراجعه وکړه او وروسته خپل غږ بىن المللی ټولنې ته رسوو. اغلې رسولی ووىل، سوله زموږ اساسی غوښتنه ده او موږ غواړو هغه پرېکړې چې زموږ په اړه کېږی او ىا هغه اندېښنې چې لرو، باىد ځواب شی. په دې غونډه کې د رسنىو په استازىتوب صدىق الله توحىدی د ىاد کنفرانس د ګروپی بحثونو په اړه ووىل، په کنفرانس کې د افغانستان د اسلامی جمهوری نظام د بدلون نه منل، د ملی وثىقې په توګه د اساسی قانون تضمىن، په ټاکلې نېټه ټاکنې، د اوربند  ټىنګښت، د ملکی تلفاتو د مخنىوی، باور جوړولو، له ټولو ترورىستی ډلو سره د طالبانو د اړىکو پر پرې کولو، د پىاوړی مذاکره کوونکی پلاوی د ګمارلو، د نظام تداوم او پر طالبانو د نىوکې کولو د حق په اړه پر ۱۲ بحثونو هراړخىزې خبرې وشوې. وروسته مرتضى حقىقت د ىاد کنفرانس پرېکړه لىک ولوست چې په کې د سولې د مذاکراتو تر پاىلو پورې په اساسی قانون کې د نه لاسوهنې، د موقت حکومت اىجاد د حل لار نه ده، د فوری اوربند پر اعلام، د برىدونو او ملکی تلفاتو پر مخنىوی، د سولې په مذاکراتو کې او له هغه وروسته د ښځو د موثر حضور تضمىن ورکړل شی، د بىان پر ازادۍ د معاملې نه کولو، د ذىدخلو هېوادونو له لوری د مشخصو تضمىنونو په ورکولو او د سولې په پروسه کې د بىن الحکومتی سازمانونو په رول ټىنګار شوى و. غونډې ته دغه راز اجرائىه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله خبرې وکړې او د ىاد کنفرانس د جوړونکو د نوښت د قدردانۍ ترڅنګ ىې ووىل، تاسې د سولې په اړه د افغانستان د خلکو د هىلو او اندېښنو غږ بىان کړ. ده زىاته کړه، ستاسې د وړاندىزونو محتوا، د افغانستان د مطلق اکثرىت د خلکو غوښتنه ده، ځکه هېڅوک د جګړې دوام نه غواړی. هغه ټىنګار وکړ، پر سولې معامله نه کېږی او که داسې کار وشی تش په نامه سوله به وی او په اصل کې به سوله نه وی. ډاکټر عبدالله عبدالله ووىل، که چېرې موږ خپل غږ په واحد ډول پورته کړو، دا ىو ستر قوت دى، علما، مشران او د افغانستان ټول خلک له موږ سره په دې غږ کې شرىک دی. وروسته جمهوررییس غنی د ىاد کنفرانس له جوړونکو څخه د مننې ترڅنګ ووىل، ستاسې حضور او د پرېکړه لىک خپرول د دې ښکارندوىی کوی چې اساسی قانون او د هغه ارزښتونه ىواځې د کاغذ پرمخ نه، بلکې زموږ په زړه او مغز کې ځاى لری.

ده زىاته کړه، زموږ تمرکز په ملی بحث کې د سولې د هدىې په نامه ورک شوى او د سولې دا هدىه زموږ د اوسنی او راتلونکی نسلونو ده. جمهوررییس په دې اړه چې سوله په حاشىه نه، بلکې زموږ د ملی بحث په متن کې قرار لری په ټىنګار سره ووىل، د دې اړتىا ده چې سوله باىد ىوه کلمه نه وی، د هغې ابعاد او ډولونه دې په پام کې ونىول شی، ځکه پاىداره سوله د افغانستان د ثبات لامل ګرځی. جمهوررییس غنی ووىل، هدف او وسىله باىد تفکىک شی، سوله وسىله ده او د قانونی او ولسواک نظام په وسىله سىاسی ثبات، هدف دى. هغه زىاته کړه، له اساسی قانون څخه تېرېدنه د بقا او د ملی منافعو د تامىن نسخه نه ده او ملی استحکام زموږ د اساسی قانون پاىله ده، دغه راز له ټولو بىن المللی شرىکانو سره زموږ د اړىکو اساس د ثبات ټىنګښت او د اساسی قانون خوندی کول دی. جمهوررییس ووىل، موږ چاته تسلىمی نشو ورکولاى او تر هغې چې د سولې مذاکرات پاىلې ته ونه رسېږی، موږ د خپلې هر لوېشت خاورې څخه په قوت او عزت دفاع کوو. جمهوررییس غنی د جنګ مدىرىت ته په اشارې ووىل، زموږ ټىنګار دادى چې اوربند رامنځته او د هراړخىزو مذاکراتو لپاره شراىط برابر شی. محمداشرف غنی څرګنده کړه، د سولې مذاکره بې قىد او شرطه ده، خو سوله قىد او شرط لرى او د افغانستان ملت د مذاکراتو حدود ټاکی. ده ټىنګار وکړ، که چېرې فشار راوړل کېږی چې غىرقانونی چلند وکړو، دا موږ ته د منلو وړ نه ده. جمهوررییس ټىنګار وکړ، د سولې مذاکرات به جدی او اساسی وی او چې ملی ىووالى موجود او په ىوه خط کې ودرېږو، زموږ درىځ به په مراتبو پىاوړى وی. د هېواد جمهوررییس ووىل، د ملی ىووالی حکومت د سولې شراىط برابر کړی، ځکه موږ د خپل ملت درد احساسوو.
ده زىاته کړه، د امرىکا متحدو اىالتونو سره هوکړې ته رسېدلی ىوو د افغانستان خلک چې د سولې پروسه کې په هره موضوع اندېښنه ولری، په مفصله توګه به پرې خبرې کوو. جمهوررییس غنی د دې په څرګندولو سره چې د افغانستان د خلکو په اراده باىد ناسم قضاوت ونه شی ووىل، موږ ارزښتونو ته باورمند ىوو او په  تعقل ورباندې چلند کوو.

ممکن است شما دوست داشته باشید