روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی : راتلونکی کال به په پکتیکا کې د اوبو مدیریت ته اساسی پاملرنه وشی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د پکتیکا یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره پرون له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.په پیل کې عتیق الله ارګونی د سولې په برخه کې د جمهوررییس د هلو ځلو قدردانی وکړه او وې ویل: ولس ستاسو د هڅو درناوی او د جمهوریت ټینګ ملاتړ کوی. ده زیاته کړه: د پکتیکا د بېلابېلو ولسوالیو امنیتی، سیاسی، ولسی، اقتصادی او جامع تحلیل او معلومات به په لیکلی ډول د جمهوررییس حضور ته وړاندې شی.نوموړی همدارنګه د پکتیکا د ولسوالیو د بندو لارو، د غیر فعالو ولسوالیو، د ارګون د داخلی سرکونو د پخولو، لرې پرتو ولسوالیو ته د هراړخیزې پاملرنې، د بندونو د جوړولو، د هوایی ډګر د انکشاف، د ملکی الوتنو د پیلولو او د غیررسمی ولسوالیو د رسمی کولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.د جمهوررییس لومړی مرستیال امرالله صالح یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال له هغوی څخه له دې امله مننه وکړه، چې د پکتیکا لپاره د امنیتی تړون برابرولو په موخه یې اړه هر اړخیز معلومات د جمهوری ریاست لومړی معاونییت سره په لیکلی ډول شریک کړل او دا د دوی د وطنپالنې او صداقت څرګنده بېلګه ده.امرالله صالح وویل: د هېواد د دفاع لپاره به د دوی په غوښتنه لازم امکانات دوی ته ورکړل شی او د پکتیکا د ملی امنیت په ریاست کې به د پکتیکا ځوانان استخدام شی او د مثبت بدلون په موخه به په نورو ادارو کې هم پکتیکاوال ځوانان وګومارل شی. ده زیاته کړه: د امنیتی تړون د لا ښه تطبیق په موخه به له دغو مشرانو سره دوامدارې اړیکې او تماسونه وی.

جمهوررییس له یادو مشرانو څخه د امنیتی تړون د برابرولو لپاره د دوی له جامع تشخیص څخه مننه وکړه او د هېواد د دفاع او د امنیت د خوندیتوب په برخه کې یې د پکتیکا د ولسونو د هلو ځلو قدردانی وکړه او وې ویل: د ولسی پاڅونونو هر اړخیز ملاتړ کېږی او لازم امکانات ورته برابرېږی، ترڅو د خلکو د لا ښې ساتنې او دفاع لپاره ولسی او نظامی قوت سره یو ځای شی.د هېواد جمهوررییس یو وار بیا ټولو پکتیکاوالو او د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او وې ویل: د پکتیکا د ولسونو د ارام، هوسا او سوکاله ژوند لپاره په ګډه هلې ځلې کوو او راتلونکی کال به په پکتیکا کې د اوبو مدیریت ته اساسی پاملرنه او پانګونه وشی.جمهوررییس وویل: ښرنې او ارګون ته به منظم انکشافی پلانونه ترتیب او د پکتیکا غیررسمی ولسوالۍ به رسمی شی. همدارنګه به د پکتیکا دوه سوه ځوانان د معیارونو په اساس په مناسبو ځایونو کې استخدام شی.جمهوررییس له یادو مشرانو څخه وغوښتل، چې د پکتیکا ولسونو ته د ښه راتلونکی او په پکتیکا کې د اساسی او هر اړخیزو بدلونونوپه اړه د تصامیمو او امکاناتو له پلوه د حکومت د ټینګې ژمنې پیغامونه، ورسوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید