روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی د کندهار د استادانو او ولسوالانو غوښتنې او وړاندېزونه واورېدل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی کندهار ته د خپل سفر په لړ کې د چهارشنبې په ورځ د کندهار د ښوونځیو له ښوونکو او د دولتی او خصوصی پوهنتونونو له استاذانو سره وکتل او د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.په پیل کې د کندهار پوهنتون رییس ډاکټر حضرت میر طوطاخېل او پوهنیار عبدالمالک نیازی د خصوصی پوهنتونونو او شېراحمد د کندهار د ښوونکو په استازیتوب خبرې وکړې او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې له جمهوررییس سره شریک کړل. د کندهار پوهنتون رییس وویل: کندهار پوهنتون د ټول هېواد څخه محصلین لری او په دې وروستیو کې یې لاسته راوړنې زیاتې شوی. نوموړی له جمهوررییس څخه د کندهار پوهنتون د تدریسی ودانۍ د جوړولو او د هغې کادرونو ته د فوق العاده تشکیل د ورکړې غوښتنه وکړه. دوی دغه راز ښوونکو او استادانو ته د مځکو د وېش، د کتابونو د کمبود، د خصوصی تحصیلی بنسټونو د ظرفیت لوړولو، استادانو ته د بورسیو د ورکړې، د وظیفوی میکانیزم د ایجاد، د خصوصی تحصیلی بنسټونو د استادانو لپاره د ترفیعاتو او د کندهار پوهنتون د انکشاف په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه بیان کړل.جمهوررییس غنی د استادانو او ښوونکو د وړاندیزونو مننه وکړه او وې ویل: د ښوونکو د تشکیل په برخه کې دې مشخص وړاندیزونه وشی، دغه راز د کندهار پوهنتون عظمت ته په پام او دا چې اوسنی وضعیت یې په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی، د دې پوهنتون د استادانو لپاره به فوق العاده تشکیل ورکړل شی. ده اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، ژر دې د کتابونو د کمبود او ښوونکو ته د مځکې د وېش ستونزه حل شی.د هېواد جمهوررییس د خصوصی لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو غوښتنو ته په اشارې وویل: په خصوصی پوهنتونونو کې د معیاری کیفیت د مراعتولو په شرط حکومت چمتو دی، هغوی ته مځکه په پام کې ونیسی.

دغه راز:

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی کندهار ته د لوړپوړی دولتی پلاوی په مشرۍ د سفر په جریان کې د چهارشنبې په مازدیګر د دې ولایت له ولسوالانو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.په پیل کې د سپین بولدک ولسوال حاجی سیدعلی د نورو په استازیتوب جمهوررییس ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: د کندهار والی تر ډېره حده د دوی ستونزې حل کړی او همدارنګه یې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې رییس څخه د ولسوالانو ملی کنفرانسونو د جوړولو له امله مننه وکړه.نوموړی همدارنګه د ډنډ او تخته پل ولسوالیو د رسمی کولو، د ولسوالانو د وسایطو، امنیت، د معاشونو زیاتوالى، د ساتونکو د تجهیزاتو، د حج سهمیې او ولسوالیو ته د یو اندازې بودجې د تخصیص په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.‍جمهوررییس غنی له دوی څخه له دې امله مننه وکړه ، چې خپل وړاندیزونه او غوښتنې یې په واضح ډول ورسره شریکې کړې. همدارنګه یې وویل: د جنګ له امله د ولسوالانو او امنیه قوماندانانو سرچپه شوى رول باید بېرته جوړ او تعادل رامنځته شی.د هېواد جمهوررییس د ولسوالانو هلو ځلو، کړنو او سرښندنو څخه په مننې وویل: د ولسوالانو د عالی شورا جوړولو سره به د دوی ډېرې ستونزې په اساسی توګه حل شی. ده زیاته کړه: له ارزونې او د معیارونو له پوره کولو وروسته به د ډنډ او تخته پل ولسوالیو په برخه کې اقدام وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید