روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی: د کابل سیند د مدیریت پروژې دویم پړاو دې پیل شی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د کابل سیند د مدیریت پروژې د کار د تعقیب غونډه پرون سهار په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د اوبو او انرژۍ، ترانسپورت، د ښار جوړولو او مځکو وزارتونو، دکابل ښاروالۍ او د کابل ولایت مسوولینو د کابل سیند د مدیریت پروژې په اړه د خپلو کړنو راپور جمهوررییس ته وړاندې کړ.

یادومسوولینو وویل، د کابل د سیند هایدرولوژی او توپوګرافی کار او د دغه سیند په مسیر کې د ۱۶ پلونو ډیزاین بشپړ شوى او دغه راز وروستیو سېلاب ځپلو سره چې کورونه یې ویجاړ شوی همکاری دوام لری.

د هېواد جمهوررییس د مسوولینو اجرااتو او معلوماتو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د اړوندو ادارو ترمنځ د کابل سېند د مدیریت پروژې د تطبیق په برخه کې لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا ده او له هغوى څخه یې د منظمو او اونیزو راپورونو غوښتنه وکړه. جمهوررییس غنی د کابل سېند د مدیریت په خاطر د هغه د حریم تعیین، تثبیت، تصفیه او د هغه د ساحې ډیزاین ارزښتناک وباله او وې ویل، د کابل سېند د پروژې مدیریت راتلونکو پړاوونو کې د پلانونو وضاحت ته اړتیا لرو.یادو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د کابل سېند د احیا او بیا رغاونې پلان له بشپړیدو وروسته د مطبوعاتی کنفرانس له لارې په هغه اړه له خلکو سره معلومات شریک کړی. د هېواد جمهوررییس د کابل سېند پروژې مدیریت کې د دخیلو بنسټونو مسوولینو څخه وغوښتل چې د کابل سېند په سرچینو کې دې د بندونو جوړول په پام کې ونیسی. هغه زیاته کړه هر ارګان لپاره دې بودجه واضح شی او د پروژې دویم پړاو دې عاجل پیل شی.

جمهوررییس غنی د دغې پروژې د ښې همغږۍ او مدیریت په خاطر د کابل والی ته لارښوونه وکړه چې د کابل سېند د مدیریت پروژې عمومی مدیریت پر غاړه واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید