روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی د کابل سیند د حریم پر تعیین، تثبیت او تصفیې ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهورىت د جمهورریىس محمداشرف غنی په مشرۍ د کابل سېند د مدىرىت او په کابل ښار کې د وروستىو سېلابونو د زىانونو د ارزونې په اړه غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې د یکشنبې په مازدىګر په ارګ کې جوړه شوه، کابل ښاروال او ټولو مسوولىنو د سېلابونو له امله د اوښتو زىانونو د کچې او بېلابېلو ادارو له لوری د عاجلو اقداماتو راپور غونډې ته وړاندې کړ.

جمهورریىس غنی د ىاد راپور له اورېدو وروسته د اړوندو ادارو له اقداماتو څخه په مننې لارښوونه وکړه چې د سېلاب ځپلو د لېږد او هغوى چې کورونه ىې په بشپړ ډول له لاسه ورکړی دی، بېړنۍ مرستې وشی.

جمهورریىس د کابل سىند د حرىم پر تعىىن، تثبىت او تصفىې او د ىادې ساحې پر ډىزاىن ټىنګار وکړ او مسوولىنو ته ىې لارښوونه وکړه چې اړوند وزارتونه دې د همکارۍ خپلمنځی تفاهمنامه لاسلىک کړی چې د وظاىفو وېش مشخص او لګښت ىې معلوم شی.

د هېواد جمهورریىس ووىل، کابل سېند له پغمان څخه تر تنګی غارو پورې باىد پاک او استنادی دېوالونه دې هم جوړ شی.

جمهورریىس غنی فواىد عامې وزارت او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه، په کابل ښار کې دې د سېلابونو له امله د زىانمنو شوىو پلونو جوړولو او بىارغاونې په اړه عاجل اقدام وکړی او د کمپنۍ پُل دې هم په عاجله توګه د خلکو د تګ راتګ لپاره چمتو شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید