روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی د ډاکټرانو او روغتیا سکتور پرسونل د هڅو قدردانی وکړه

د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړمه ورځ له غرمې مخکې له یو شمېر ډاکټرانو او روغتیایی کارکوونکو سره د هېواد لومړۍ مېرمن دفتر له لوری د نوی کال پروګرام کې ګډون او وینا وکړه.په چهارچنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د هېواد لومړۍ مېرمن رولا (بی بی ګل) د ۱۴۰۰ نوی لمریز کال او نوې پېړۍ د مبارکۍ پر مهال هیله څرګنده کړه ،چې نوی کال په هېواد کې د خلوص، ورورګلوۍ، تلپاتې او باعزته سولې کال اوسی.د هېواد لومړۍ مېرمنې، د ډاکټرانو او روغتیایی سکتور پرسونل هڅې ،چې د ګواښونو په ځانګړی ډول د کورونا ویروس پر ضد یې مبارزه وکړه او د وطنوالو د نجات په موخه یې هېڅ راز هڅې درېغ نه کړې، وستایلې.وروسته د هېواد جمهوررییس ډاکټرانو، نرسانو او ټول طبی پرسونل ته د نوی کال مبارکی ورکړه او وې ویل: تېر کال ستاسې د هڅو او قربانیو له برکته که څه هم چې سخت کال وو، ښه تېر شو.د هېواد جمهوررییس د وسله وال پوځ طبی پرسونل ،چې شپه او ورځ د هېواد د اتلانو خدمت کوی او د کابل ښاروالۍ او ولایت منسوبینو د زیار او هڅو مننه وکړه او وې ویل: روغتیا سکتور اوس تحرک ته چمتو دی. ده زیاته کړه: د عامې روغتیا عمومی برنامه چې د راتلونکو لسو کلونو د اړتیاو ځوابویونکی وی، د نهایی کېدو په حال کې ده.په دغه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست او یو شمېر نورو ګډونوالو هم خبرې وکړې او روغتیا سکتور ته یې د جمهوررییس له پاملرنې د مننې پرمهال، د خپلو پلانونو او برنامو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید