روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی د پکتیکا، پکتیا، ارزګان او سمنګان عمومی وضعیت وارزاوه

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمد اشرف غنی له والىانو سره د کتنو په دوام، پرون د ښې حکومتولۍ او خلکو ته د غوره خدمتونو په برخو کې د پکتىکا، پکتىا، ارزګان او سمنګان والىانو کاری راپورونه واورېدل.

په دغه جلا جلا کتنو کې چې په ارګ کې وشوې، د سىمه ىىزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومی رییس عبدالمتىن بېګ هم حضور درلود. د پکتىکا والی مجىب الرحمن څمکنی، د پکتىا والی شمىم خان کټوازی، د ارزګان والی محمد شفىق اسدالله سعىد او د سمنګان والی عبدالطىف ابراهىمی د خپلو ولاىتونو د خلکو غوښتنې او وړاندىزونه له جمهوررییس سره شرىک کړل او په اړوندو ولاىتونو کې ىې د برنامو او پروژو د تطبىق راپورونه جمهوررییس سره شرىک کړل.

جمهوررییس غنی له ىادو والىانو د مننې ترڅنګ د ولاىتونو د اقتصادی، ټولنىز وضعىت د ښه والی او د امنىت تامىن لپاره د والىانو د نظرونو او لىدلوریو ارزښت ته په اشارې له هغوى وغوښتل چې په دې اړه خپل لىدلوری له جمهوری رىاست سره شرىک کړی. همداراز جمهوررییس د امنىت او ثبات د تامىن او ټولنىزو مساىلو په اړه د والىانو لىدلوری واورېدل. د امنىت د تامىن، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د انکشافی پروژو د تطبىق په برخو کې ىې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید