روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررییس غنی د ویډیو کنفرانس له لارې له بې وزلۍ سره د مبارزې پر حللارو خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړم مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د ملګرو ملتونو سازمان عمومی مجمع ۷۵ یمې غونډې په څنډه کې د بې وزلۍ راکمولو او ابعادو، د بې وزلۍ څوبعدی شاخص ته په پام د هغې راکمولو په برخه کې د دولتونو او بین المللی بنسټونو د رهبرۍ پر رول خبرې وکړی.په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د چیلی حکومت، اکسفورډ پوهنتون، د ملګرو ملتونو پرمختیایی ادارې او پاکستان حکومت په نوښت جوړ شوی وو، بې وزلۍ سره د مبارزې په برخه کې د هېوادونو پر هڅو خبرې وشوې. په پیل کې د چیلی جمهوررییس بې وزلۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد د حکومت د برنامو په اړه معلومات وړاندې کړل.وروسته د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په خپلو خبرو کې وویل: بې وزلی د وروسته پاتې هېوادونو جدی ستونزه ده او د نړۍ نږدې یو میلیار نفوس د بې وزلۍ او تنګ لاسۍ سره مخ دی او دا د بشری حقونو یوه سرغړونه ده.ده په دې برخه کې د خپل هېواد برنامې تشریح کړې او وې ویل: د ملګرو ملتونو سازمان غړی هېوادونه باید له دغې پدیدې سره مبارزه وکړی.وروسته جمهوررییس غنی په خپلو خبرو کې بې وزلۍ سره د مبارزې په ځانګړی ډول د کورونا ویروس خپرېدو پر مهال د افغانستان حکومت هڅې یادې وکړې وې ویل: د افغانستان دولت رهبری د کورونا ویروس خپرېدو په لومړی پړاو کې خپلې وړاندوینې لرلې او کورونا ویروس سره د مبارزې ستراتېژی یې په پنځو پړاونو کې عملی کړه.جمهوررییس زیاته کړه: کورونا د افغانستان او سیمې پر اقتصادی وضعیت منفی اغېز او اقتصادی اسیب پذیرۍ لرلې.د هېواد جمهورییس څرګنده کړه: د کورونا ویروس پایلو موږ اړ کړو، چې د ناوړه شرایطو وړاندوینه وکړو او له هغې سره د مبارې په خاطر عاجل اقدامات ترسره کړو.جمهوررییس غنی وویل: زموږ اساسی موخه دا وه، چې بې وزلو ته رسېدګی او له داخلی منابعو څخه سمه استفاده وکړو او له بېلابېلو ابعادو سره یې مبارزه وکړو. جمهوررییس څرګنده کړه، زموږ ټینګار بې وزلو ته پر رسېدګۍ وو او خلکو ته د رسېدګۍ په خاطر مو د وچې ډوډۍ د وېش او ملی دسترخوان برنامې د مهمو برنامو په توګه عملی کړې. جمهوررییس غنی وویل: د ملی دسترخوان برنامه ۵،۴ میلیون کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته ده چې د افغانستان د نفوسو ۹۰ سلنه جوړوی او یوه دوامداره برنامه ده.جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې بې وزلۍ سره د مبارزې په خاطر د هېوادونو تر منځ پر ګډو هڅو ټینګار وکړ او وې ویل: موږ د کورونا ویروس منفی پایلو د کمولو په موخه د سیمې له هېوادونو سره کار کړی، ترڅو صادرات او واردات په عادی ډول دوام ومومی. 

ممکن است شما دوست داشته باشید