روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی د هلمند د وروستیو شهیدانو جنازو ته درناوی وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړم سهار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغان وسله وال پوځ د هغو منسوبینو په جنازو کې، چې په دې وروستیو کې په هلمند کې شهیدان شول، درناوی وکړ.

جمهوررییس د شهید محمد داوود خان په روغتون کې د هلمند د وروستیو شهیدانو ارواوو ته د دعا او د دوی د کورنیو غړو او د ملی دفاع وزارت رهبرۍ سره د غمشریکۍ پرمهال وویل: ټولو ته تسلیت وایم. د د شهیدانو وینه پاکه، د افغانستان د ویاړ او د ټول ملت د سرلوړۍ وینه ده. 
جمهوررییس وویل: په هلمند کې زرګونه خلک بې ځایه شول، که د دوی شهادت او په هېواد کې د دوی اتلولی نه وای، نو میلیونونه خلک به بې ځایه شوی وای. د دوی ماموریت دا وو ،چې د ملی اردو شهیدانو او ټپیانو ته رسیدګی وکړی او دا د دوی د ژمنتیا، لوړو اخلاقواو عزت نښه ده چې زموږ سرتېرو تل ښودلې.

د هېواد جمهوررییس وویل: زموږ د هوایی ځواک اتل پیلوټان ،چې په سختو شرایطو کې یې ښې دندې ترسره کړی او په سختو درو کې الوتنې کوی، ، د زړه له کومې یې مننه کوم. ده زیاته کړه، په هوایی، ځانګړو او په مجموع کې په امنیتی او دفاعی ځواکونو کې ایجاد شوی ظرفیت د ویاړ وړ دی. جمهوررییس غنی د هلمند د وروستیو شهیدانو کورنیو ته په خطاب کې وویل: زه ستاسو هر یوه درد احساسوم، ټول ولس او د حکومت رهبری په دغه لوی غم او درد کې له ستاسو سره شریک دی او په ټوله مانا یې درک کوو. روانه اوونۍ له تاسو سره په ځانګړې غونډه کې د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په اړه له تاسو څخه اورم. جمهوررییس غنی د ملی امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د امنیتی او دفاعی بنسټونو مسوولینو ته د شهیدانو کورنیو ته د لا ښې رسیدګۍ په اړه لارښوونه وکړه چې شته اصول او مقررې په واضح ډول بیاوارزوی، ترڅوهر سرتېری، هر افسر او ټولو منسوبینو او د شهیدانو کورنیو ته لا ښه رسیدګی وشی.  جمهوررییس د هلمند وروستیو شهیدانو ته په اشارې وویل: دوی د هېواد او ولس ساتونکی وو او ټول ولس ورباندې ویاړی. د دوی پر شهادت ټول ولس د همدلۍ، همبستګۍ او غمشریکۍ احساسات څرګندکړل. ده زیاته کړه: موږ ټول تلونکی یوو، خو دغه زموږ د شهیدانو لاره ویاړلې لاره ده، دوی ته د فردوس جنت، تاسو ته د زغم او افغانستان ته د سرلوړۍ دعا کوم.

ورپسې د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وویل: په خپل ټول وجود تاسو ته د تسلیت او همدردی مراتب څرګندوم، ستاسو درد او غم د افغانستان مشترک درد دی، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو شهیدانو ته د فردوس جنت او کورنیو ته یې د زغم دعا کوو. دا سپېڅلی شهیدان هم دنیوی او هم اخروی رتبې لری. 

امرالله صالح وویل: هغه ظریف ظرف چې د افغانستان عزت، ملی بیرغ، تاریخ، نظام، د ټولو مساوی حقونه او د افغانستان جغرافیه په کې راټول دی، د ملی اردو، ملی پولیسو، ملی امنیت او د افغانستان د نظام پر اوږو دی. دوی د هېواد له ګوټ ګوټ راټول شوی اوپه ګډه له ملی بیرغ او ارزښتونو څخه دفاع کوی. 

ښاغلی صالح څرګنده کړه: موږ په ډېرو بدو لحظو کې قرار لرو، خو همدا شیبې زموږ راتلونکی او د یو ملت، جغرافیې او دولت په توګه زموږ برخلیک ټاکی او ستاسو دغو اتلو اولادونو نن په خپلو وینو ولیکل، چې دا برخلیک د یوې ظالمې او هغې ډلې چې د نورو په نیابت دلته جګړه کوی، تر پښو نه لاندې کېږی . نوموړی وویل: زموږ د سولې له غوښتنې څخه د دښمن انتباه غلطه دی، هغوی د هغې معاملې او تفاهم له مخې چې له نورو سره یې لری، د افغانانو ملی اراده کمه ګڼلې. هغه په ډاډ سره وویل: په بریالیتوب له دغه حالت څخه وځو او نن د هېواد په بېلابېلو برخو کې ولسونه په ټول قوت زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو ترڅنګ لاړ دی.د جمهوررییس لومړی مرستیال وویل: د افغانستان طالبانی کول ممکن نه دی. د طالب په واړه او تیاره ظرف کې د پنځه دېریش میلیونی ملت چې دومره تنوع، جوړښت او پېچلتیاوې لری، ځایول امکان نه لری. ولې له دې بیرغ او د ملت تر ترحم لاندې د یوې ډلې په توګه د طالب راتګ او مدغم کېدل ممکن دی. ښاغلی صالح وویل: ماته هر شهید یو عدد نه، بلکې یوه څېره ده، چې تر شا یې شخصی ویاړونه، اتلولۍ،سرښندنې او د زرګونو دعاوې وینو. د هر شهید د میندو، خویندو، پلرونو، اولادونو او ټولو غم نه یوازې درک کوو، بلکې د هندوکش د غره په څېر یې په خپلو اوږو وړو او ستاسو غم زموږ ټولو غم دی.د جمهوری ریاست لومړی مرستیال وویل: د دغه نظام په لرلو چې د خلکو د عزت دفاع کوی، ویاړو. همدارنګه یې د شهیدانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په دغه غونډه کې د جمهوررییس، د امنیتی او دفاعی سکتور د رهبرۍ او د ملی شورا د استازو د حضور او ګډون مننه وکړه.وروسته جمهور رییس غنی او د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح تر نظامی توپ پورې د هلمند د وروستیو شهیدانو د جنازې د لېږد په مراسمو کې چې د هېواد په درې رنګه بیرغ پوښلې وې او د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدولې، ملتیا وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید