روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی د نړیوالو سازمانونو له استازو سره د افغان سولې په اړه د حکومت لید لوری روښانه کړ

د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی نن له غرمې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو شارژدافیر، د ناټو ملکی استازی او د یوناما د سرپرست په ګډون د اروپایی ټولنې د غړو هېوادونو سفیرانو او د بین المللی بنسټونو ځینو استازو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.د هېواد جمهوررییس په دې کتنه کې دسولې پروسې د راتلونکو ګامونو او د سولې په اړه د افغانستان حکومت د لیدلوری د  تشریح ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید