روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی د ملی شورا د ۱۷مې تقنىنی دورې دوىم کال رسماً پرانىست

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې په خپلې پرانىستونکې وىنا سره د افغانستان د ملی شورا د ۱۷مې تقنىنی دورې دوىم کاری کال رسماً پرانىست. جمهوررییس په داسې حال کې چې د ولسی جرګې رییس مىررحمان رحمانی ىې ملتىا کوله، د تشرىفاتو قطعه معاىنه کړه او د خپلې وىنا په پىل کې ىې د هېواد د امنىتی او دفاعی ځواکونو، دوړمې ورځې ترورىستی پېښې، د قضائىه قوې، څارنوالانو، ملی شورا، پارلمانی او د جمهوری رىاست د ټاکنو د شهىدانو روح ته دعا وکړه. جمهوررییس د امنىتی او دفاعی ځواکونو شهىدان د ولسواکۍ ساتونکی وبلل  او وې وىل، د امنىتی او دفاعی ځواکونو دسرښندنو له برکته د سولې فرصت برابر شوى او زموږ زىات تمرکز د سولې په رامنځته شوىو فرصتونو او خطرونو دى. هغه زىاته کړه، د افغانانو له نظره د سولې واضح تعرىف دا دى چې د افغانستان ۴۰ کلن تاوترىخوالى پاى ته ورسېږی.   د هېواد جمهوررییس ووىل، د سولې پروسه کې په تدبىر زموږ تاکىد او درېدل باىد هېڅکله هم مخالفت ونه ګڼل شی، بلکې د جمهوررییس په توګه دا د اساسی قانون او د هېواد د ملی ګټو د ساتلو ژمنتىا ده. موږ ژمن ىوو چې د نېشه ىی توکو مخه ونىسو او له نېشه ىی توکو سره د مبارزې لپاره د سىمه ىىزو او بىن المللی ضمانتونو غوښتونکی ىوو. جمهوررییس ووىل: دوه کاله وړاندې د اوربند اعلامول پاىداره سولې او د جګړې پاى ته رسولو ته زموږ ژمنتىا ښىی. د سولې په اړه زموږ  اصولی درىځ له ټولو اقشارو سره پر مشور ې ولاړ دى. هغه زىاته کړه: (( د افغانستان اسلامی جمهوری دولت ژمن دى چې د سولې پروسې په مختلفو پړاوونو کې د ټولنې له ټولو اقشارو سره په مشوره او له نړىوالې ټولنې سره ګام په ګام مخته ولاړ شی. د سولې پروسې ټول پرمختګونه د هىواد د ملی ګټو په رڼا کې په دقت او لازم تدبىر په مسوولانه او تسهىل کوونکی ډول نظارت او رهبری کړی.)) جمهوررییس ووىل: د افغانستان اسلامی جمهوری دولت ژمن دى چې د مذاکراتو په جرىان کې رامنځته کېدونکی پرمختګونه او دغه راز د سولې نهاىی هوکړه لىک د تصوىب لپاره له ملی شورا سره شرىک کړی. هغه زىاته کړه: (( زه د جمهوررییس په توګه د نهاىی تصوىب صلاحىت نه لرم، د پارلمان رول اساسی دى او د مذاکراتو په پایله کې د هر سند په اړه مشوره، نظر او بالاخره تصوىب به د پارلمان او لوىې جرګې مربوط وی.))  جمهوررییس افغانستان ته د سولې راوستو لپاره د امرىکا د متحدو اىالتونو او طالبانو ډلې ترمنځ د هوکړې د لاسلىک هرکلى وکړ او د امرىکا د متحدو اىالتونو، ناټو سازمان او د افغانستان اسلامی جمهورىت ګډې اعلامىې ته په اشارې ىې ووىل، له افغانستان سره د بىن المللی ټولنې ژمنې پرخپل ځاى دی.  هغه زىاته کړه: ” د دې ګډې اعلامىې په اساس زموږ روابط له نړىوالې ټولنې خصوصاً د امرىکا متحدو اىالتونو سره په متقابل احترام او د مشترکو ګټو پر بنسټ ولاړ دی. د افغانستان د اسلامی جمهورىت او د ناټو سازمان ترمنځ او دغه راز د امرىکا له متحدو اىالتونو سره زموږ دوه اړخىز امنىتی تړونونه پر ځاى دی.)) د هېواد جمهوررییس ووىل: هغه څه چې د طالبانو او امرىکا ترمنځ پرې هوکړه شوې ىو مهم اقدام دى، خو پوهېږو چې ىو شمېر عمده مساىلو ته په کې اشاره نه ده شوې لکه له کوربه هېواد سره د طالبانو د اړىکو په اړه شفافىت او د افغانستان له خاورې بهر د هغوى پناه ځاىونه. محمداشرف غنی څرګنده کړه، د مذاکراتو تر پىل وړاندې د پنځه زره بندىانو په خوشی کولو د طالبانو په ټىنګار پوهېږو او د جمهوررییس په توګه هىڅ هىله نه لرم چې طالب زندانی ولرم، خو هغوى باىد د ىوې شفافې پروسې او واضح مىکانېزم له لارې خوشی شی، چې خلک باوری شی چې له خوشی کېدو وروسته په وضعىت کې مثبت تغىىر راځی او د کامل اوربندچې د ټولو غوښتنه ده، شاهدان به اوسو.  جمهوررییس ووىل، له طالبانو سره له قىد و شرط پرته د خبرو وړاندىز، درى ورځنى اوربند، د سولې مشورتی لوىې جرګې په غوښتنه د شاوخوا ۹۰۰ طالب بندىانو خوشی کول، د انس حقانی او د طالبانو ډلې د دوو لوړ پوړو مقاماتو خوشی کول او په تېرو پنځو کلونو کې د اخترونو په مناسبت د لسګونو نورو طالب بندىانو خوشی کول د طالبانو ډلې سره د خبرو د پىل د زمىنې برابرولو او دې پروسې ته د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت ښه نىت او جدی ژمنتىا ښىی. د هېواد جمهوررییس ووىل د افغانستان د اسلامی جمهورىت تر چتر لاندې مذاکره کوونکى پلاوى موثرىت، مشارکت، صلاحىت او واضح معىارونو ته په کتو د کب تر شلمې نېټې چمتو کېږی او دوى باىد د اساسی قانون او جمهورىت مدافعىن وی. جمهوررییس له ملی شورا څخه د قوانىنو د تصوىب له امله مننه وکړه او د مصالحې عالی شورا کې د ملی شورا غړو د ګډون لپاره ىې ووىل، مشرانو جرګه دې  ىو سناتور او ىوه سناتوره او ولسی جرګه دې دوه ښځىنه او درى نارىنه استازی تر سبا پورې رسماً معرفی کړی.جمهوررییس غنی په تېرو پنځو کالو کې د امنىتی او دفاعی ځواکونو تواناىی او ظرفىت ته په اشارې ووىل، زموږ ځواکونو دوه کاله دمخه اوربند او د اورکم اونۍ په پوره تدبىرمدىرىت کړه او وې ښودله چې د واحدې رهبرۍ اطاعت او ىوازې د افغانستان په اړه فکر کوی. هغه زىاته کړه، افغان امنىتی او دفاعی ځواکونه د افغانستان د دفاع  ترڅنګ د بىن المللی ترورېزم پر وړاندې چې نړىوال تهدىد دى، په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوی او د بشرىت د ساتنې لپاره قربانی ورکوی. جمهوررییس ووىل، زموږ امنىتی او دفاعی ځواکونه به تر پخوا لا پىاوړی شی، ځکه د افغان امنىتی او دفاعی ځواکونو د تموىل او تجهىز لپاره د امرىکا، ناټو سازمان او بىن المللی ټولنې ژمنې پرځاى دی چې د وار دمخه شوىو توافقنامو په چوکاټ کې عملی کېږی.  محمداشرف غنی څرګنده کړه، د ملی بنسټونو د انکشاف او پىاوړتىا په برخه کې هم ظرفىتونه اىجاد شوی او د افغانستان د اسلامی جمهوری نظام ستنې تر بل هر وخته پىاوړې دی او ساتنه ىې زموږ د ټولو ګډه دنده ده. جمهوررییس ووىل، د اصلاحاتو چټکتىا د سولې پروسې له اړتىاوو څخه ىوه وه، ځکه زموږ بنسټونه چې څومره موثر، منصف او عادل وی، نو همغومره به د خدماتو په وړاندې کولو کې ګټور وی او پاىښت به ىې تضمىن شی. له طالبانو سره په مذاکره کې به زموږ پلاوى له لوړ اخلاقی صلاحىت څخه برخمن وی . د اصلاحاتو بهىر د چټکوالی لپاره ىې د وکىلانو زىاته همکاری وغوښته. د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه، په تېرو پنځو کالو کې په سىاسی او د تصمىم نىولو برخو کې د ښځو فعال حضور زموږ ټولنه بدله کړې او زموږ د اساسی قانون د غوښتنو د عملی کولو لامل شوى. هغه زىاته کړه، د مىدان ښار د ښاروالې مېرمن ظرىفه غفاری د زړورتىا جاىزې ترلاسه کول زموږ په سىاسی نظام کې دا بنىادی تغىىر ښىی. جمهوررییس ووىل، موږ وکولاى شول چې افغانستان له مرکزی اسىا څخه جنوبی اسىا ته د انرژۍ د انتقال په مسىر او همدارنګه د سىمه ىىز اتصال په څلور لاره بدل کړو. همدارنګه څو ملىتی لویې پروژې لکه ټاپی،کاسا۱۰۰۰ او د ټرانزىټی لارو جوړول افغانستان خپل تارىخی مقام ته ورګرځوی او دا د افغانستان لپاره ىو برىالىتوب دى. محمداشرف غنی ووىل، د کرونا وىروس د خپرېدو د مخنىوی په موخه په مرکز او زونونو کې د اىزولىشن ملی مرکز د معىاری تجهىز په اړه د عامې روغتىا وزارت مشخص وړاندىز د تدارکاتو په وروستۍ غونډه کې منظور شوى دى او که خداى مکړه د کرونا وىروس خپرېدل زىات شی، ممکن حکومت د بودجې د فوق العاده تعدىل په خاطر دوباره ملی شورا ته مراجعه وکړی. جمهوررییس په ټىنګار سره ووىل، د کرونا وىروس د خپرېدو د مخنىوی او د هېوادوالو د خوندىتوب په موخه اړتىا ده چې په خپلو ټولنىزو اړىکو کې لازم بدلون راوړو.جمهوررییس په تېرو پنځو کالو کې ملی شورا سره ښې همغږۍ او همکارۍ ته په اشارې ووىل، افغانستان په دې حساس پړاو کې ىووالی او پىوستون ته جدی اړتىا لری، چې له ننګونو څخه په برىالىتوب ووځو.د افغانستان د اوسنی مقام د ساتلو لپاره اړتىا ده چې ټول ټولنىز او سىاسی چوکاټونه په واحد صف کې ودرېږو او د سولې په نوی مسىر کې متحدانه پر مخ ولاړ شو. د سولې په اړه د افغانستان حکومت ټول تصامىم د مشورو پر اساس و او وی به.جمهوررییس ووىل، کله چې موږ د وحدت په صف کې درېدلی ىوو، لویې کارنامې مو کړې او د نفاق په حالت کې برعکس ډېرې وړې ستونزې په لوىو فاجعو بدلې شوې دی. هغه زىاته کړه، نن چې د څلوېښتو کالو تاوترىخوالی  د پاى ته رسېدو فرصت برابر شوى دى، نو ملی وفاق ته اړتىا لرو. د پخوا پرخلاف زموږ ملی وثىقه زموږ د وفاق تګلاره ښىی.جمهوررییس څرګنده کړه، د افغانستان اوسنى ولس د تېرو ۹۰ کالو ولس نه دى او نه هم د تېرو څلوېښتو کالو، بلکې ژوندى، پوه، ژمن او د پرمختګ غوښتونکى دى. پر مساواتو او حقونو باندې ټىنګه ټولنه لرو او موږ به په ملی وحدت، اتفاق، ارادې او برنامو باثباته نظام او هوسا ټولنې ته ورسېږو.ورپسې د ولسی جرګې رییس مىر رحمان رحمانی د امرىکا د متحدو اىالتونو او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې د هوکړه لىک د لاسلىک کېدو هرکلى او ټىنګار وکړ چې د تاوترىخوالی کموالى باىد داىمی اوربند او پاىدارې سولې ته زمىنه برابره کړی. هغه زىاته کړه: (( د سولې نننى رامنځته شوى وضعىت د افغانستان د امنىتی او دفاعی ځواکونو د قربانىو نتىجه ده او د ملت د استازو په توګه د سولې په اړه د جمهوررییس د ټولو هڅو ملاتړ کوو. ))په دغو مراسمو کې د ملی شورا د دواړو مجلسونو پر رییسانو او اداری پلاوی سربېره، د جمهوری رىاست دوىم مرستىال قانونپوه سرور دانش، اجرائىه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، قاضی القضات او د سترې محکمې رییس، لوى څارنوال، ځىنو جهادی مشرانو او سىاسی شخصىتونو، د کابىنې غړو، د علماوو سراسری شورا ځىنو غړو، ځىنو سفىرانو او په کابل کې مېشتو کورډىپلوماتانو حضور درلود.

ممکن است شما دوست داشته باشید