روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ، د اروپایې ټولنې او برېتانیې له سفیرانو سره وکتل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشی ځانګړې استازې دیبورا لاینس، په افغانستان کې د اروپایی ټولنې سفیر انډریاس وان برنټ  او د برتانیې سفیرې الیسون ماری بلیک سره وکتل.په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو فساد سره د مبارزې په برخه کې بین المللی متحدینو سره د افغان حکومت د اقداماتو او د هغو د پایلو او د جنیوا کنفرانس لپاره د چمتووالی په اړه بحث او خبرې وکړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید