روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی د لوړو زده کړو د الکترونیکی روزنې د مدیریت سیستم پرانیست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د لوړو زده کړو د الکترونیکی روزنې د مدیریت سیستم پرانیسته.

په هغه غونډه کې چې په همدې اړه د ویډیو کنفرانس له لارې و شوه، لومړی د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزی خبرې وکړې او د لوړو زده کړو د الکترونیکی روزنې د مدیریت سیستم پرانیستو مبارکۍ ترڅنګ یې، د جمهوررییس د پاملرنې او د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت او د مرکزی احصائیې عمومی ریاست د همکارۍ ستاینه وکړه.

ده زیاته کړه: له دې سیستم څخه به د افغانستان محصلین ګټه واخلی او هغو کافی ظرفیتونو ته په پام چې په واک کې یې لرو، د زده کړو او الکترونیکی حکومتولۍ په برخو کې به لا زیات ګامونه واخیستل شی.

بالاکرزی وویل: دا یوه ستونزه وه او موږ هغه په فرصت بدله کړه او طرحه یې د کابینې له لوری تصویب شوې ده.ده زیاته کړه، په دې ویډیو کنفرانس کې ۳۸ دولتی پوهنتونونه او د لوړو زده کړو ۱۱ خصوصی مؤسسې حضور لری.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل، له ۲۰ خصوصی پوهنتونونو سره تفاهم لیک لاسلیک شوی او درسونه به په انلاین ډول وړاندې شی، د هر استاد او محصل لپاره ځانګړی ایډی نمبر او درسی ویډیوګانې هم تیارې شوې او د سیستم د ارزونې په برخه کې هم کار شوی دی.
وروسته د جمهوررییس ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومی خبرې وکړې او وې ویل: ۲۱ پېړۍ د ټکنالوژۍ په ځانګړی ډول په تعلیمی او تحصیلی برخو کې متفاوته ده. اوسمهال انلاین تدریس له حضوری تدریس څخه اغېزناک ثابت شوی دی.

قیومی زیاته کړه: د الکترونیکی سیستم له لارې په لوړو زده کړو سره استادان او محصلین کولای شی د خپلو فعالیتونو پایلې د نړۍ د نورو هېوادونو له استادانو او محصلینو سره پرتله کړی.
وروسته د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمی خبرې وکړې او وې ویل: د لوړو زده کړو د الکترونیکی روزنې د مدیریت سیستم په پرانیستو موږ د لوړو زده کړو د ډیجیټلی کولو په برخه کې عمده ګامونه واخیستل.

ده زیاته کړه: د لوړو زده کړو ډیجیټلی کول زموږ د برنامو په سر کې ځای لری او په دې برخه کې به لا زیات اقدامات وکړو.

هاشمی وویل: دغه سیستم به په دوو مرحلو کې عملی شی، لومړۍ مرحله یې د کورونا ویروس له امله اضطراری مرحله ده او په دویمه مرحله کې به د انټرنېټ د ظرفیت لوړولو په برخه کې لا زیات ګامونه واخلو.

د مخابراتو وزارت سرپرست څرګنده کړه، دې وزارت په تخنیکی برخه کې ټول لازم تیاری نیولی او سلام مخابراتی شرکت پنځوس زره سیمکارتونه تیار کړی او هغه به محصلینو ته په وړیا ډول ورکړل شی.

جمهوررییس غنی د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته، د لوړو زده کړو د الکترونیکی روزنې د مدیریت سیستم د پرانیستو له امله د مبارکۍ ترڅنګ وویل: دا لومړی ځل دی چې د هېواد لوړې زده کړې په ډیجیټلی روزنیز سیستم سنبالېږی.

ده زیاته کړه: دغه سیستم افغان متخصصینوجوړ کړی، قېمت یې کم او کیفیت یې لوړ دی او د حکومتولۍ او نورو برخو په ډیجیټلی کولو به هم کار وشی او هغه کسان به وستایل شی، چې په دې برخه کې یې کار کړی دی.

جمهوررییس وویل: دا یو مهم ګام دی، خو بسندوی نه دی، ځکه په نننۍ نړۍ کې ډیجیټلی حکومتولی او دیجیتلی لوړې زده کړې عامې دی او باید په دې برخه کې لا زیات پرمخ ولاړ شو.
جمهوررییس څرګنده کړه: واضح پالیسی دې جوړه شی، ځکه پالیسی د معلوماتو پر اساس ترتیبېږی او په هره کچه چې معلومات زیات وی په هماغه کچه پالیسی بریالۍ کېږی. ده وویل:د دې سیستم په عملی کولو سره د استادانو او محصلینو درسی مېتود بدلېږی او په نړیوالو معیارونو به برابر شی.
د هېواد جمهوررییس وویل: نن د متوازن انکشاف زمینه برابره شوې او لوړو زده کړو وزارت باید متوازن او معیاری خدمتونه وړاندې کړی او اوس د هیواد په هره نقطه کې هر محصل کولای شی له هغه څخه په برابره توګه استفاده وکړی.

جمهوررییس غنی څرګنده کړه: مخابراتو وزارت دې دانټرنېټ د متوازن وېش په برخه کې لا زیات کار وکړی، ځکه په دې برخه کې ستونزې شته دی.

جمهوررییس غنی دې ته په اشارې چې د الکترونیکی روزنې زمینه برابره شوې، له ټولو محصلینو وغوښتل چې له دې فرصت څخه اعظمی ګټه واخلی او له خپلو استادانو سره دوامداره تماس ولری.
ده وویل: زه هم نوی مسایل زده کوم، ځکه د علم ترلاسه کول په دوامداره ډول وی، په ځانګړی ډول د ټولنیزو علومو او ارزښتونو په برخه کې.

جمهوررییس وویل: خلک له ټولو محصلینو د خدمت هیله لری او زموږ محصلین هم باید دغه اراده ولری. ده د مخابراتو وزارت له سرپرست وغوښتل، چې له مخابراتی شبکو سره کار وکړی، چې هغوی هم په دې برخه کې ځوانانو او خلکو ته خدمت وکړی.جمهوررییس غنی وویل: د مخابراتی شبکو کیفیت هم باید لوړ او خدمتونه یې پراخ شی، ترڅو زموږ هېوادوال د هېواد په هره څنډه کې له مخابراتی خدمتونو ګټه واخلی.د هېواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: لوړو زده کړو وزارت د الکترونیکی روزنې د مدیریت په برخه کې اساسی ګام واخیست او پوهنې وزارت هم باید له هغه څخه په الهام ورته کار وکړی

ممکن است شما دوست داشته باشید