روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی د غوریانو دورې تاریخی اسنادو مجموعه د افغانستان ملی ارشیف ته وسپارله

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون مازدیګر د غوریانو دورې د تاریخی اسنادو مجموعې د سپارلو په مناسبت جوړو شویو مراسموکې ګډون او وینا وکړه.

په دغومراسمو کې چې د ارګ په ارشیف کې ترسره شول، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر له خواجه میرزامحمد څخه مننه وکړه چې د خپل ژور ملی، تاریخی او فرهنګی احساس له مخې یې دغه تاریخی اثار ملی ارشیف ته وسپارل او همدارنګه یې د ټولو هغو اشخاصو او ادارو قدردانی وکړه چې په دې اړه د جمهوررییس د لارښوونې په اجرا کې یې هلې ځلې وکړې.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست وویل، د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ژمنو او وطن ته وفادارو خلکو سره قلمی نسخې او تاریخی فرهنګی اثار ساتل کېږی او موږ په داسې طرحه کار کوو چې د یو میکانیزم له مخې عمومی بلنه ترتیب او پر اساس به یې دا ارزښتناک اثار له افرادو څخه ملی ارشیف او د ارګ ارشیف ته انتقال کړو.

نوموړی وویل، د تاریخ په اوږدو کې ملی موزیم او ملی ارشیف د حوادثو له اغېزو او لاسوهنو خوندی نه وو او زه هیله مند یم چې ستاسو د فرهنګی پالیسۍ په اساس به هم ملی ارشیف او هم ملی موزیم له حوادثو او لاسوهنو خوندی شی.

ورپسې غلام محی الدین صدیقی د یادو تاریخی اسناد د موندنې او د هغو د قاچاق د مخنیوی په اړه معلومات ورکړل وې ویل، خوښ یم د غور د پخوانۍ زمانې تاریخی اسناد چې د ټول افغانستان اړوند دی، ملی ارشیف ته سپارم.

د ملی ارشیف رییس محمد افسر رهبین په خپلو خبرو کې وویل، د تاریخی اسنادو مجموعه چې د غوریانو دورې د فرهنګ او تمدن یوه ګوښه رانغاړی، له څو کالو راهیسې یې په غور ولایت کې زموږ وطنپال هېوادوال خواجه میرزامحمد ساتنه کوله.

هغه زیاته کړه، د غور اسنادو مجموعه د تاریخ په یوه مهمه او مشخصه مقطع کې زموږ د خلکو ټولنیز، سیاسی او فرهنګی روابط او مناسبات انعکاس کوی او ځانګړی تاریخی ارزښت لری.

رهبین وویل، دا اسناد فقهی مسایل، د زمیندارۍ چارې، د مالیو راټولول، رسمی او خصوصی لیکونه او د غوریانو دورې اړوند نور موضوعات رانغاړی او د دې اسنادو مجموعه په امانت ډول د ملی ارشیف مخزن ته سپارل کېږی.

د ملی ارشیف رییس څرګنده کړه، د ملی ارشیف ریاست په داسې حال کې چې د غور د اسنادو مجموعې ته لاسرسی د هېواد د تاریخی اسنادو په برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه بولی، غواړی چې د ملی ارشیف د لا بډاینې لپاره کافی بودجه تخصیص شی، ترڅو د عمومی بلنې له لارې ارشیفی اثار راټول او د قاچاق مخنیوی یې وشی.

جمهوررییس غنی له خواجه میرزامحمد څخه د غوریانو دورې تاریخی اسنادو مجموعې له تسلیمولو او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر ته د هغو له سپارلو وروسته وویل، نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې زموږ یوه علمی او تاریخی خزانه د افغانستان ملی ارشیف ته سپارل کېږی چې اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته د څېړنو، تعبیر او تفسیر لویه منبع ده او ابعاد یې دومره پراخه دی چې د اسلام د مبین دین او د ادیانو د مقایسوی تاریخ ډېر اړخونه به ورسره روښانه شی.

جمهوررییس وویل، غواړم له خواجه میرزامحمدڅخه د زړه له کومې مننه وکړم ، ځکه د دوی له پاملرنې پرته دا مهم اسناد د له منځه تلوخطر سره مخ وو. ملت، دین او تاریخ ته ستاسو تعهد د قدردانۍ وړ دی. هغه زیاته کړه، دا اسناد به د ټولو په خدمت کې وی او ضرور ده چې ټول ډیجیټل شی او په اساسی توګه د نړۍ د ټولو مورخینو په اختیار کې قرار ولری.

د هیواد جمهوررییس څرګنده کړه، د غور تاریخ په دې وروستیو کې د مقایسوی تاریخ له پلوه ډېره پاملرنه وراړولې او ضرور ده چې دا او هلته پیدا شوی نور اسناد د غزنویانو او غوریانو دورو ابعاد روښانه کړی .

جمهوررییس غنی د ملی ارشیف مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې عمومی بلنه ترتیب او مشخص میکانیزم پیشنهاد کړی چې یو فصل د دوی په بودجه کې ځای شی. همدارنګه یې مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د تاریخی اسنادو د اخیستلو لپاره د ملی ارشیف او د ارګ د ارشیف په بودجه کې یو خاص باب برابر شی.

جمهوررییس وویل، زموږ د استادانو او محصلینو د لاسرسی لپاره باید د دې اسنادو یوه برېښنایی کاپی موجوده وی او زه باور لرم چې دا به ژر په نړیوالو ژبو هم ترجمه شی، ځکه ډېر نادر دی او د نړۍ په اکثره هېوادونو کې د عباسی او غزنوی دورې نهایت کم اسناد موجود دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید