روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی: د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې پرمختګونه بسنه نه کوی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون سهار په چهار چنار ماڼۍ کې د صنعت اوونۍ د نمانځنې د پرانىستې مراسمو کې ګډون او وىنا وکړه. په دغو مراسمو کې چې ىو شمېر صنعتکارانو، پانګوالو او د هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد سکتور مسوولىنو حضور درلود، په پىل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدی ووىل، صنعت د اقتصادی ودې ښه والی او د صادراتو په زىاتوالی کې اساسی رول لری. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ووىل: دا وزارت د صنعت د ودې لپاره پر درېـیو عمده اصلونو چې د سوداګرۍ وضعىت ښه والی، له واردوونکی څخه په صادروونکی هېواد د افغانستان بدلولو او د زىربناوو انکشاف څخه عبارت دی تمرکز لری. ده همدارنګه د لاسته راوړنو او اصلاحاتو ىادونه وکړه او زىاته ىې کړه: د هېواد صادرات ىو مىلىارد ډالرو ته رسېدلی او هدف دادى چې په راتلونکو دوو کالو کې دوو مىلىاردو ډالرو ته ورسېږی.     جمهوررییس ټولو صنعتکارانو ته د صنعت اوونۍ مبارکی ووىله او زىاته ىې کړه، صنعت او صنعتکار د اوسنی افغانستان واقعىتونه دی، نن خىالی صنعتکار نه لرو، د صنعتکارانو فعالىت، پانګه او اغېزې په واضح ډول د اندازه کولو وړ دی. جمهوررییس غنی ووىل: افغان پانګوال په بېلابېلو برخو کې په پانګونې سره د هېواد برخلىک بدلوی او دا د برخلىک بدلون مثبت بدلون دى. ده زىاته کړه: د خوښۍ ځاى دى چې د هېواد د صنعت او تولىداتو برخه کې مدىرىت افغانی شوى او دا د دې ښکارندوى دى چې زموږ پانګوال او صنعتکاران د هېواد لوستی قشر ته د مسلکی، دوامدار او باعزته کار زمىنه برابروی.

جمهوررییس د صنعت د ودې اړتىا ته په اشارې ووىل: د افغانستان صنعتی پالىسی بهرنی سلاکاران نه جوړوی، هره پالىسی چې په هېواد کې چلېږی باىد خپله افغانان ىې جوړه کړی. ده همدارنګه څرګنده کړه: دولت باىد له مخکینی فکر څخه راووځی، پانګوال او صنعتکار خپل انکشافی بنىادی شرىک وبولی، د دولت واقعی او اوږدمهالی شرىکان پانګوال او صنعتکاران دی.جمهوررییس غنی ووىل: په تېرو څلورنىمو کالو کې د پانګونې محىط بشپړ بدل شوى او  د خصوصی سکتور او دولت تر منځ متقابل درناوى اىجاد شوى. ده زىاته کړه: اقتصادی خپلواکۍ ته د رسېدو او د پانګونې ستونزو د حل لپاره اړتىا ده چې ىو بل ته غوږ ونىسو.  جمهوررییس ووىل: فرصت شته چې په صنعتی انقلاب کې د هېوادونو له تجربو استفاده وکړو او د صنعت د ودې لپاره ىې په بشری قوا پانګونه مهمه وبلله. ده زىاته کړه: زموږ پوهنتونونه او ښوونځی د هېواد له صنعتی پالىسی څخه لرې کېداى نشی او باىد زموږ د صنعتی پالىسۍ له ارکانو څخه وی.جمهوررییس غنی د امنىت، د برېښنا د بىې د لوړوالی، د تعرفو د بىاکتنې او صنعتی پارکونو کې د مځکې د وېش په برخو کې د صنعتکارانو او پانګوالو ستونزو ته په اشارې اړوندو ادارو ته په دې برخو کې لازمې لارښوونې وکړې. جمهوررییس ووىل:  هېڅوک د مشروع پانګونې مخه نشی نىولى، ټول وزارتونه، ادارې او دولتی مامورىن د پانګونې لپاره د اسانتىاوو برابرولو مسوول دی. په پاى کې د سوداګرۍ او صناىعو خونې رییس شېرباز کمىن زاده، د سوداګرۍ او صناىعو خونې مرستىال او د ښځو د سوداګرۍ خونې رییسې منىژې وافق ووىل، د سوداګرۍ او اقتصاد سکتور کې ساختاری اصلاحات د دې لامل شوی چې افغانستان اووه په سلو کې صنعتی وده ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید