روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی: د سیمه ییز اتصال له لارې افغانستان او چین یو بل ته نږدې کېدونکی دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی قرغیزستان ته د خپل رسمی سفر په لومړۍ ورځ وړم مازدیګر د چین ولسی جمهوریت له  جمهوررییس شی جینګ پینګ سره وکتلجمهوررییس غنی وویل: افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه او له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره سیمه ییزه اجماع کې او همدارنګه د سولې له تړون وروسته د چین رول ارزښتناک او همکاری مهمه ده.جمهوررییس له طالبانو سره  له سولې وروسته د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه ییزې همکارۍ دوام حتمی وباله او د چین له  همکاریو څخه په مننې یې وویل: د سیمه ییز اتصال له لارې افغانستان او چین ورځ تر بلې یو بل ته نږدې کېدونکی دی.د چین جمهوررییس د چین او افغانستان تر منځ دوستانه اړیکو ته په اشارې وویل: هېواد به یې له افغانستان سره د انکشافی همکاریو  ترڅنګ د سوداګرۍ په برخه کې د زعفرانو، جلغوزیو او نورو وارداتو کچه زیاته کړی.جمهوررییس شی جینګ پینګ د تروریزم پر وړاندې د افغانستان د قربانیو او مبارزې د قدردانی ترڅنګ وویل: چین د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د روغې جوړې همه شموله پروسې ملاتړ کوی. نوموړی په افغان سوله کې د پاکستان همکاری مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه چې هغوی به په دې برخه کې مرستې ته وهڅوی. جمهوررییس غنی د چین جمهوررییس څخه په مننې سره وویل: حکومت تلپاتې او باعزته سولې ته ژمن او د پاکستان په ګډون له ټولو سره د ښو اړیکو غوښتونکى دى. ده زیاته کړه: د سولې پروسې له لارې به د مخدرو توکو د قاچاق او فقر کچې د کمولو لپاره هم اساسی ګامونه واخیستل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید