روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی د جاپان د نوی امپراتور د تاج اېښودنې په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون د جاپان د پلازمېنې توکىو په صنوبر ماڼۍ کې، د نوی امپراتور ناروهىتو د تاج اېښودنې په مراسمو کې ګډون وکړ.په دغو مراسمو کې پر جمهوررییس غنی سربېره له ۱۸۰ د ډېرو هېوادونو مشرانو او استازیو هم حضور درلود.امپراتور ناروهىتو او مېرمن ىې د جاپان په دودىز لباس کې د تاج اېښودنې په مراسمو کې راڅرګند شول. د جاپان نوی امپراتور توره او زېورات چې د هغه هېواد د امپراتورۍ ځواک ښىی، ترلاسه کړل او رسماً ىې د هغه هېواد د نوی   امپراتور په توګه کار پىل کړ.جمهوررییس غنی، د هېواد لومړۍ مېرمن او په جاپان کې د افغانستان سفىر بشىر محبت په دغو مراسمو کې د افغانستان د حکومت او خلکو په استازىتوب ګډون  وکړ.افغانستان او جاپان تارىخی او نېکې اړىکې لری او جاپان په تېرو ۱۸ کلونو کې په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د پام وړ همکارۍ او مرستې کړې دی.

جاپان د حکومتولۍ، انکشافی پروژو د تطبىق او د افغانستان په اړه د بىن المللی کنفرانسونو د کوربه توب په برخو کې همکاری کړې او له افغانستانه د هغه هېواد ملاتړ تل ولس محوره او ګټور دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید