روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی د باریک ‌آب صنعتی پارک او جبل السراج – نجراب سړک پرانیست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون سهار د لوړپوری پلاوی په مشرۍ پروان ولایت ته سفر وکړ او د باریک آب صنعتی او کرنیز پارک یې پرانیست.جمهوررییس غنی د باریک آب صنعتی او کرنیز پارک له پرانیستنې وروسته وویل: د دغه پارک پرانیستنه ستر ګام دى او د جوړولو موخه یې دا ده چې افغانستان د مېوو او سبزیجاتو پر صادراتی هېواد بدل شی.جمهوررییس غنی هند ته د هوایی دهلېز د اقتصادی ګټو، اروپا ته د صادراتو د پیل او سعودی عربستان ته د افغانستان د صادراتو د ارزښت په اړه هم خبرې وکړې.هغه د پایتخت زون او نورو اړوندو ادارو څخه د باریک‌آب د صنعتی او کرنیز پارک د جوړونې د چټک بهیر  د قدردانی ترڅنګ وویل، ژرترژره دې بروکراسی رالنډه او په چټک کار سره دې له خصوصی سکتور سره د باور فضا رامنځته شی.د باریک‌آب صنعتی او کرنیز پارک په ۱۰۲۵ جریبه مځکه جوړ شوى او تراوسه ۶۵ نمرې پانګوالو ته وېشل شوې چې ۳۴۰ نورې نمرې وېشلو ته چمتو دی. دغه راز د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون سهار پروان ولایت ته د خپل سفر په جریان کې د جبل السراج– نجراب سړک پرانیست.جمهوررییس غنی د یاد سړک له پرانیستلو وروسته د پروان او کاپیسا ولایت خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د دغه سړک پرانیستنه د پروان او کاپیسا د خلکو او کرنیز پیداوار د لېږد لپاره زیات ارزښت لری.جمهوررییس غنی په کاپیسا کې د بریالیو عملیاتو له امله له امنیتی او دفاعی قواوو څخه مننه وکړه او وې ویل، د بګرام له څلورلارې تر جبل السراج پورې د سړک جوړولو د تدارک کار هم تر یوې اوونۍ بشپړېږی.د جبل السراج ــ نجراب سرک د ۵۰ کیلومتره په اوږدوالی په دوو برخو کې بشپړ شوى چې دویم فاز یې د ۵،۲۷ کیلومترو په اوږدوالی له محمودراقی څخه تر نجراب پورې مخکې پرانیستل شوى و او لومړى فاز یې د ۴۸،۲۲ کیلومترو په اوږدوالی له جبل السراج څخه تر محمودراقی پورې پرون د جمهوررییس له لورې تر پرانیستل کېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.دغه راز د هېواد جمهوررییس د جبل السراج ماڼۍ د بیارغاونې کاری بهیر څخه د لیدنې پر مهال وویل، د پروان د خلکو د غوښتنو پر بنسټ مې لارښوونه وکړه د جبل السراج تاریخی ماڼۍ چې زموږ د ویاړونو او سترو فرهنګی میراثونو یوه برخه ده، احیا او بیاورغاول شی.جمهوررییس غنی له مسوولینو څخه د یادې ماڼۍ د بیارغاونې د بهیر د چټکتیا او د غازی امان الله خان د دورې د ټولو آثارو د احیا په خاطر له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مننه وکړه وې ویل، هیله لرم راتلونکى کال چې د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۰ کلیزه نمانځو د ۴۰ کلن بحران او جګړې له امله رامنځته شوې ویجاړۍد خلکو د استفادې پر وړ ځایونو بدلې شی.جمهوررییس زیاته کړه، د پغمان د بالا باغ ودانۍ د احیا په حال کې ده، د جمهوری ریاست ارګ د ترمیم او احیا په وروستی پړاو کې قرار لری او د دارالامان اوتاج بیک پر ماڼیو سربېره په لغمان او ننګرهار کې پر نورو  آثارو هم کار روان دى.جمهوررییس ټینګار وکړ، له تېر پرته موږ خپل راتلونکى سم نه شو انځورولى. هغه زیاته کړه، دا ټولې ماڼۍ په خلکو پورې اړه لری او هر یو یې ملی پارک دى.د هېواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پاى کې هیله څرګنده کړه چې د راتلونکی او نورو کلونو په بودجه کې دې د تاریخی او فرهنګی میراثونو د احیا لپاره مشخص مبلغ ځانګړى شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید