روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی:  دښمنان به په ترهګریزو بریدونو سره خپلو شومو موخو ته و نه رسېږی

ارګ، کابل:

جنایتکارو ترهګرو پرون ماسپښین د کابل ښار ملک اصغر څلورلارې ته نږدې په ځانمرګی برید کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل. جمهوررییس غنی د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل: ترهګر د دغه ډول جنایتونوپه ترسره کولو سره نه یواځې خپلو شومو موخو ته نه رسېږی، بلکې د خپل ځان په اړه د خلکوکرکه او نفرت لا زیاتوی.جمهوررییس د شهیدانو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوی،  شهیدانو ته د خداى تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید