روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی او زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه  بحث وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړم ماښام د افغان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له  ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په دلکشا ماڼۍ کې وشوه، د جمهوررییس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتی مقاماتو هم حضور درلود، دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د  تامین پر لارو بحث او خبرې وکړې.

جمهوررییس غنی په دې کتنه کې د سولې پروسې د بریالیتوب او په هېواد کې د سرتاسری امنیت د تامین په موخه د افغان دولت د هڅو په اړه خبرې وکړې.

وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، کابل او د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر د موخې په اړه معلومات ورکړل او وې ویل: سوله یوه مقدسه پروسه ده او په دې پروسه کې د امریکا حکومت او خلک د افغانستان له حکومت او خلکو سره متحد دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید