روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررییس غنی: امنیتی مسوولین دې د کلیو او لویو لارو د امنیت ټینګښت ته پاملرنه زیاته کړې

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه وړمه ورځ له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه. په پیل کې د ملی دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمد یاسین ضیا او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معیین سترپاسوال عبدالصبور قانع شمال ختیځو ولایتونو ته د خپلو وروستیو سفرونو او د عمومی امنیتی وضعیت، د دښمن د تهدیدونو کچې د ارزونې، د دښمن د تهدیدونو د دفع کولو او د امنیتی او دفاعی ځواکونو ترمنځ د برنامو د همغږۍ په اړه معلومات وړاندې کړل.

دوی په کندوز، تخار او بغلان کې د دښمن د تحرکاتو د دفع کولو او د لویو لارو د امنیت ټینګښت د برنامو تشریح کولو ترڅنګ وویل: دې ولایتونو ته د دښمن متوجه امنیتی تهدیدونه تر ډېره دفع شوی او د پاتې تهدیدونو د دفع کولو لپاره لا هم د امنیتی ځواکونو عملیات دوام لری.

همداراز دوی د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډې ته وویل: د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونه له خلکو سره له نږدې کار کوی ،چې د دښمن د پروپاګند او په لویو لارو د وسله والو طالبانو له لوری له خلکو د اخاذی اخیستو مخه ونیسی.پر دې سربېره په دې غونډه کې د هېواد پر عمومی امنیتی وضعیت او د امنیتی مسوولینو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالی هم بحث او خبرې وشوې. جمهوررییس محمد اشرف غنی د بغلان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمدورا اندرابی د شهادت په مناسبت د هغه کورنۍ او د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو ته تسلیت ووایه، له هېواد او خلکو څخه په دفاع کې یې د هغه مېړانه او جرائت وستایه او د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود انداربی ته یې لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره د هغه د فوق العاده ترفیع وړاندیز وکړی.جمهوررییس د امنیتی او دفاعی ځواکونو له لوری د دښمن د بریدونو دفع کولو ته په اشارې وویل: د امنیتی او دفاعی ځواکونو ظرفیت فوق العاده زیات شوی، زه او خلک د هغوی په دې ظرفیت ویاړو او د دوی ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی د دې لامل شوی، چې د هېواد په هره څنډه کې د دښمن شوم پلانونه خنثی شی.

د هېواد جمهوررییس امنیتی مسوولینو ته دنده وسپارله، چې د لویو لارو د امنیت ټینګښت ته توجه وکړی، ترڅو خلک په آسانۍ سفر وکړی او په ډاډ اړتیا وړ توکی انتقال کړی. ده زیاته کړه: د خلکو د اندېښنو رفع کول د امنیتی ځواکونو مسوولیت دی. جمهوررییس محمد اشرف غنی په وروستیو څو میاشتو کې د تاوتریخوالی زیاتوالی ته په اشارې وویل: په ډېر تاسف چې طالبانو جګړه کلیو ته وړې او له امله یې خلک زیانونه وینی او امنیتی مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې په کلیو کې د امنیت تامین ته جدی پاملرنه وکړی. جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې امنیتی مسوولینو ته دنده وسپارله چې د غیر مسوولو وسله والو، د مځکو غاصبینو او زورواکو پر وړاندې جدی اقدام وکړی، له دوی سره نرمښت د زغم وړ نه دی او خلکو ته په ښه ډول د خدمتونو وړاندې کولو لپاره یې د خلکو او والیانو په ګډ کار ټینګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید