روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی: اریانا افغان هوایی شرکت کې د بنیادی اصلاحاتو په برخه کې دې عملی اقدامات وشی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړمه ورځ له غرمې مخکې د اریانا افغان هوایی شرکت مسوولینو سره په یاد شرکت کې د اصلاحاتو د تطبیق او د اړوندو الوتکو کې د اموالو د لېږد په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې و شو، د چارو ادارې عمومی رییس، د مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستانو هم حضور درلود، په پیل کې د اریانا افغان هوایی شرکت عمومی رییس د یاد شرکت الوتکو کې د سوداګریزو مالونو د لېږد په اړه راپور غونډې ته وړاندې کړ او وې ویل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ یې د اریانا افغان هوایی شرکت د سوداګریزو مالونو د لېږد (Cargo)طرحه نهایی کړې .ده زیاته کړه: د یادې طرحې عملی کولو سره به د سوداګرو مالونه لکه تازه مېوې او د لومړنیو توکو صادرات او واردات د دې شرکت د الوتکو له لوری وشیهمدارنګه د هېواد کرنیز حاصلات به د کورونا ویروس اوسنی وضعیت ته په کتو د سیمې بازارونو ته ورسېږی.وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدی وویل: دا وزارت چمتو دی اریانا افغان هوایی شرکت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سره د کارګو د انتقال پلان د عملی کېدو په اړه لازمې آسانتیاوې برابرې کړی.جمهوررییس غنی د اریانا افغان هوایی شرکت د راپور له اورېدو وروسته د مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستانو ته لارښوونه وکړه، چې د آسیا پراختیایی بانک په همکارۍ د کارګو د انتقال طرحې عملی کولو لازم اقدامات وکړی.  د هېواد جمهوررییس ټینګار وکړ، چې صادرات او خصوصی سکتور دې پیاوړی شی او په بندرونو په ځانګړی ډول حامدکرزی بین المللی هوایی ډګر کې دې پانګونه وکړی، چې خصوصی سکتور او سوداګرو ته لازمې آسانتیاوې برابرې شی.همدارنګه جمهوررییس غنی د اریانا هوایی شرکت مسوولین مؤظف کړل چې د اریانا افغان هوایی شرکت کې د بنیادی اصلاحاتو په برخه کې د دولتی شرکتونو د انسجام د واحد رییس په همکارۍ عملی اقدامات وکړی

ممکن است شما دوست داشته باشید