د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی او د ملی مصالحې عالی شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکتر زلمی خلیلزاد سره وکتل.
په دې کتنه کې چې پرون مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان دولت د مذاکره کوونکی پلاوی رییس او د سولې په چارو کې د دولت وزیر هم په کې حضور درلود، ډاکتر زلمی خلیلزاد له جمهوررییس څخه سیاسی موافقتنامې ته د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه او د ملی مصالحې عالی شورا د رییس په توګه یې ډاکتر عبدالله عبدالله ته د نوې دندې مبارکی وویله.
همداراز دواړو لوریو د سولې پروسې په راتلونکو ګامونو بحث وکړ او لا زیاتې همکارۍ ته یې خپل تیاری وښود.