روزنامه هیواد

جمهورریىس غنی د مرحوم ډاکټرعبدالولی وکىل جنازې ته درناوى وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د ىو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوګر د ولاىتی شورا مرستىال مرحوم ډاکټر عبدالولی وکىل جنازې ته درناوى وکړ. جمهور رییس غنی په شهىد محمد داوودخان روغتون کې د مرحوم ډاکټر عبدالولی وکىل اروا ته د دعا پرمهال ووىل، ډاکټر عبدالولی وکىل هېواد او خلکو ته د خدمت او صداقت ژمنه لرله. هغه د اخلاقو نمونه و او هىچا هم تونده خبره ترې وانه ورېده. جمهوررییس د هغه پر مړینې د خواشىنۍ څرګندولو پرمهال د مرحوم ډاکټر عبدالولی وکىل کورنۍ، د لوګر ولسونو، د ولاىتی شورا استازو او د افغانستان خلکو ته تسلىت وواىه. ورپسې د مرحوم ډاکټر عبدالولی وکىل د کورنۍ په استازىتوب جنرال علی شاه احمدزی او حکم خان حبىبی د خبرو پرمهال د جمهور رییس غنی له غمشرىکۍ او ډاډګیرنې څخه په مننې ووىل، مرحوم ډاکټر عبدالولی وکىل ىوازې د لوګر نه، بلکې د ټول افغانستان خدمتګار او ځوان کدر  وو. وروسته جمهور رییس غنی تر ټاکلی ځاى پورې د مرحوم ډاکټر عبدالولی وکىل  د جنازې د لېږد مراسمو کې چې د تشرىفاتو قطعې منسوبىنو په خپلو اوږو لېږدوله، ملتىا وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید