روزنامه هیواد

جلال آباد ښار به ژر له جی پی اېس سره ونښلول شی

د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښاروال اباسین بهیر وایی ،چې د دې ښار اړوند کورونه، کوڅې او سړکونه به د درېیو میاشتو په ترڅ کې له ګوګل او جی پی اس سیسټم سره وصل شی.ښاغلی بهیر وړمه ورځ وویل، چې دا پروژه د ملګروملتونو د هبیتات ادارې په مالی مرسته تطبیقېږی.د جلال آباد ښاروال زیاته کړه ،چې د جلال آباد پر ۲۸۰۰ کوڅو او شاوخوا څلوېښت زره کوڅو د لوحو د نصبولو لړۍ پیل شوې ده.د ښاغلی بهیر په خبره، دا نومونه او شمېرې به له ګوګل سره د آنلاین آدرسونو په توګه هم وصل شی.د جلال آباد ښاروال انجنیر اباسین بهیر وویل، چې دا اقدام به د تلېفونی مکالمو د لګښت او د جرمونو د کچې له ټیټولو سره مرسته وکړی او همداراز آدرسونو ته د پېښو پرمهال د پولیسو، اطفایې او امبولانسونو د رسېدو چاره به چټکه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید