روزنامه هیواد

جرمن -افغان سوداګریزه خونه به افغانی تولیدات اروپا ته ورسوی

د جرمن – افغان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په کابل کې پرانیستل شوه. د پرانیستې په مراسمو کې یې په کابل کې د جرمنی د سفیر په ګډون څو دولتی چارواکیو، د ملی شورا غړو او پانګوالو ګډون کړى و.د یادې شوې خونې مشر جلال الدین سعید وویل: (( موږ صنعتی افغانستان غواړو، غواړو د افغانستان تولیدات او صنعت جرمنی او له لارې یې اروپا ته ورسوو؛ تر څنګ یې غواړو جرمن پانګوال وهڅوو چې زموږ په هېواد کې پانګونه وکړی.))هغه زیاته کړه، جرمنی د نړۍ ستر او مهم صنعتی هېواد دى او پانګوال یې په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دی.د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومی وویل، د جرمن – افغان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پرانیسته د هېواد اقتصادی پیاوړتیا لپاره مثبت ګام دى چې له لارې به یې افغان او جرمن پانګوال خپلې تجربې او فکرونه یو له بل سره شریک کړی.هغه زیاته کړه: (( په جرمنی کې خصوصی سکټور د پام وړ پرمختګ کړى، موږ باید د هغو له فکر او تجربو ښه ګټه واخلو او په دغه کار به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې لا پیاوړې شی.))په کابل  کې د جرمنی سفیر پتر پروګل وویل چې د دې خونې په جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او د دواړو هېوادونو پانګوال به وهڅول شی چې په ګډه کار وکړی.دى زیاتوی: (( له دې سره سره چې دا د جرمنی کومه رسمی خونه نه ده، خو موږ هڅه کوو له لارې یې د دواړو هېوادونو او پانګوالو تر منځ اړیکې پیاوړې شی.))په سیاسی او ولسی چارو کې د ولسمشر سلاکار ضیاءالحق امرخېل هم د دې خونې پرانیستل د هېواد د اقتصادی پرمختګ لپاره ښه اقدام وباله او ویې ویل: (( دا یو نېک او له خیره ډک کار دى، ځکه دغه پانګوال زموږ د هېوادوالو د اقتصادی پیاوړتیا لپاره کار کوی.))د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مشر شېرباز کمین زاده وویل، د خونو د جوړېدو موخه باید دا وی چې بهرنۍ پانګې هېواد ته راجلب او د هېواد تولیدات د نړۍ بازارونو ته ورسوی.دى زیاتوی، له بده مرغه په هېواد کې د جګړې او فقر له امله په تېرو څو کلونو کې ۳۵۰ زره افغانان چې کاری پانګه ده، له هېواد بهر شوی او شپږ میلیارده امریکایی ډالر یې له ځانه سره له هېواده وړی دی.د ده په وینا، که په هېواد کې د پانګونو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شی، نو له هېواده به د ځوانانو د تېښتې مخه ونیول شی او له دغه کاری ځواکه به د هېواد د پرمختګ لپاره کار واخیستل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید