روزنامه هیواد

جرمنی یو افغان منصبدار په جنګی جرمنو تورن کړ

په جرمنی کې پخوانى افغان افسر د زندانیانو د شکنجه کولو له کبله محکوم شوى دى. جرمنی څارنوالانو ویلی چې یو ٢۶ کلن افغان یې چې د افغانستان د پوځ منصبدار و د هغو جنگی جنایتونو په تور نیولى چې بندیان یې شکنجه کړی دی. د افغان پوځ دغه پخوانى منصبدار د جرمنی د بایرن ایالت په ایبرزبرگ سیمه کې پولیسو د اکتوبر په ٢۵ نیولى دى. د جرمنی فدرالی څارنوالۍ ددغه افغان د نیولو حکم صادر کړى و چې د احمد ظهیر په نوم یاد شوى دى. د هغه کورنۍ نوم د جرمنی د شخصی مصئونیت د قوانینو له مخې نه دى افشا شوى. احمد ظهیر تورن دى چې په افغانستان کې یې له درېـیو بندیانو سره چې د نړیوال بشری قانون له مخې یې حقوق خوندی وو، د تحقیقاتو پر وخت غیر انسانی او بې رحمانه چلند کړى دى. د افغان حکومت دغه درې تنه مخالفین دمخه نیول شوی وو او ده ترې د پلټنو دنده درلوده. پر هغه تور لگول شوى چې یو بندی یې له وېښتانو کش کړى او پر سوکانو یې وهلى دى.‏ د هغه تر مشرۍ لاندې په دغو پلټنو کې بل سرتېرى دوهم بندی په رابری پایپ وهلى، پر مځکه یې غورځولى او ټکولى یې دى. د دغه افغان له نیولو وروسته د هغه د اپارتمان د لټولو حکم هم شوى دى. هغه د جرمنی د فدرالی قاضی مخې ته د اکتوبر په ٢۶ وړاندى شوى دى. قاضی تر محاکمې دمخه د هغه د توقیفولو امر کړى دى. څارنوالو نه دی ویلی چې دغه افغان افسر کله او د افغانستان په کومه سیمه کې بندیان شکنجه کړی او ځورولی او دا هم ویل شوی نه دی چې هغه له کومې سزا سره مخامخ دی. دا لومړى ځل دى چې د افغانستان د نوی ملی پوځ یو غړى په دې تور محاکمه کېږی. د احمد ظهیر له عمر نه برېښی چې هغه د افغانستان د اوسنی امنیتی ځواکونو یو منصبدار و. تر دې مخکې  هاګ ویلی وو چې په افغانستان کې د جنګی جرمونو پلټنې کوی. امریکایی چارواکو ویلی وو که هاګ په افغانستان کې د امریکا پوځ او استخباراتی مامورانو په اړه د جنګی جرمونه پلټنې پیل کړې، واشنګټن یې ښایی پر ضد قوی اقدامات وکړی. د ولسمشر ټرمپ د ملی امنیت مشاور جان بولتن ویلی وو چې د امریکا متحد ایالتونه به د دغې غیر قانونی محکمې د ناعادلانه تعقیب څخه د خپلو وګړو او خپلو ایتلافیانو د خوندیتوب لپاره هره وسیله کاروی د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ م کال کې جوړه شوه چې په نړیواله کچه د جنګی مجرمینو قضیې وڅېړی. ځینو یې څېړلې هم دی. امریکا د دغې محکمې غړیتوب نه لری او پرېکړو ته یې هم ځان ژمن نه بولی. څه موده مخکې د دغې محکمې یوې څارنوالې فاتو بنسودا په افغانستان کې د جنګی جنایتونو د څېړلو لپاره د دغې محکمې له قاضیانو څخه د اجازې اخیستلو غوښتنه کړې وه. آغلې بنسودا په خپل راپور کې لیکلی‌ وو چې امریکایی ځواکونو او د دغه هېواد د څارګرې ادارې مامورینو په افغانستان کې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۴ میلادی کلونو ترمنځ زندانیانو ته د شکنجې په ورکولو سره، ممکن جنګی جرمونه ترسره کړی وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید