روزنامه هیواد

جرمنی په افغانستان کې ۱۶میلیارده یورو مصرف کړې

جرمنی له ۲۰۰۱م کال راهیسې د افغانستان په ماموریت کی ۱۶ میلیارده یورو مصرف کړی دی. په دغه ماموریت کی ۵۸ جرمنی عسکر هم وژل شوی دی.   د جرمنی د (RND) رسنیزی ډلې د راپور له مخې یوازې په ۲۰۱۸م کال کې د جرمنی د دفاع وزات، بهرنیو چارو، پراختیا او داخلی چارو ادارو له بودجو څخه په افغانستان کې ۷۷۰ میلیونه یورو مصرف شوی دی.دغه شمېرې یادې رسنیزې ډلې د جرمنی په پارلمان کې د (آې اف دی) گوند د پوښتنې په ځواب کې د حکومت له ورکړل شوی معلوماتو څخه ورکړی دی.د معلوماتو له مخی تر اوسه پورې یوازې د جرمنی د پوځ مصارف ۹،۱۱ میلیارده یورو دی. له ۲۰۰۱م کال راهیسې د بهرنیو چارو ادارې مصارف ۲ میلیارده یورو، د پراختیایی چارو وزارت مصارف ۳،۲ میلیارده ښوول شوی دی.

دغه راز په افغانستان کې د جرمنی د کورنیو چارو وزارت مصارف ۶۱ میلیونه، د کرنې او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه ۳۳ میلیونه او د کلتور وزارت له بودجې څخه ۳۴ میلیونه یورو په افغانستان کی مصرف شوی دی. په دې راپور کی د استخباراتی ادارو د مصارفو په اړه معلومات نه دی وړاندی سوی.

د (آې اف دی) یا جرمنی له پاره بدیل گوند د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې د جرمنی د دفاع وزارت ویلی چی په دغه ماموریت کی یې تر اوسه پورې ۵۸ عسکر وژل شوی دی. د جرمنی په پارلمان کې د (آې اف دی) گوند استازی رینر شپرینگر، له یادی رسنیزې ډلې سره په خبرو کی ویلی چې سوسیال دیموکراتانو او زرغون گوند خو په دې باوری وو چی په ډېرو عسکرو سره به افغانستان دیموکراتیک کړی. هغه وویل: (( هغوی له خپلو پلانونو سره ماته خوړلې او د جرمنی پوځ باید دغې سیاسی غلطۍ ته ۱۸کاله خپل سر نیولی وای.)) هغه د جرمنی له حکومته غوښتی چې په افغانستان کې د جرمنی د پوځ ماموریت ته خاتمه ورکړی او عسکر را وباسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید