روزنامه هیواد

جرمنی له افغانستان سره په پوځی، سیاسی او پرمختیایی برخو کې همکاریو ته زور ورکوی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهور ریىس محمداشرف غنی  پرون غرمه د جرمنی د بهرنىو چارو وزىر په هکله هاىکو ماس خپل حضور ته ومانه.

په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو د سولې پروسې، ترورېزم ضد مبارزې، ټاکنو، اصلاحاتو او د سولې د مشورتی لوىې جرګې د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د جرمنی د بهرنىو چارو وزىر  افغان امنىتی او دفاعی ځواکونو،  سولې پروسې او انکشافی پروژو څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلام او څرګنده ىې کړه، جرمنی د تېر په څېر په ټولو برخو په ځانګړی ډول انکشاف، پاىداره سولې، ټاکنو او د سولې د مشورتی لوىې جرګې د جوړولو په اړه له افغانستان سره همکار دى.

جمهوررییس غنی د جرمنی د بهرنىو چارو وزىر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د حکومت او خلکو په استازىتوب، افغانستان سره د جرمنی د مرستو، د بن د لومړۍ غونډې او تر هغې د مخه له افغانستان سره د ښو مناسباتو د لرلو مننه وکړه.

نوموړی دغه راز  په انکشافی پروژو، د ملی پولىسو روزنه او د غوڅ ملاتړ مامورىت په چوکاټ کې د جرمنی ځواکونو د رول  قدردانی وکړه.

د هېواد جمهوررییس زىاته کړه، د جمهوری رىاست، ولاىتی او ولسوالىو شوراګانو ټاکنې د افغانستان حکومت او خلکو لومړىتوب دى او په ټاکلې نېټه ترسره کېږی.

جمهوررییس غنی ووىل، د سولې مشورتی لوىه جرګه د سولې په اړه د ملی انسجام په خاطر ده چې ژر به جوړه شی او  افغانان د سولې د تحقق لپاره په تدبیر سره خپلو هڅو ته دوام ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید