روزنامه هیواد

جرمنی : له افغانستانه د ځواکونو ایستل به د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړی

د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وایی: له وخته وړاندې د ځواکونو ایستل به په افغانستان کې د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړی.ماس له افغانستان څخه د ۲۵۰۰ امریکایی سرتېرو ایستلو ته په اشارې ویلی: په دغه کار سره به هغه لاس ته راوڼې له خطر سره مخ شی، چې تر لاسه شوې دی.نوموړی زیاته کړې: (( دا موږ ته ډېره مهمه یادونه کوی ، چې په بېړه ناکو اقداماتو هغه څه له خطر سره مخ نه کړو، چې تر دې دمه مو تر لاسه کړی دی.))د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې حکومت یې له واشنګټن او د ناټو له متحدانو سره په تماس کې دی او په دې غور کوی ،چې د امریکایی پوځیانو وتل به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې پر پاتې شاوخوا ۱۲۰۰ جرمنی پوځیانو څه اغېز ولری.نوموړی د افغان دولت او طالبانو د خبرو په اړه ویلی: ((موږ په ځانګړی ډول له دې درکه اندېښنه لرو چې د امریکا اعلام به د افغانستان د سولې خبرې څومره اغېزمنې کړی.))د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې په اوسنیو شریطو کې موږ باید اضافی خنډونه جوړ نه کړو او له افغانستانه د ځواکونو ژر ایستل یقیناً چې خنډونه زیاتوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید