روزنامه هیواد

جرمنی د ماین پاکۍ لپاره ۳۶میلیونه یورو مرسته کړې

جرمنی تېر کال په نړۍ کی د ماینونو او ناچاودلو مهماتو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې شاوخوا ۳۶ میلیونه یورو مرسته کړې. د ماینونو د خطر په اړه روزنه او له قربانیانو سره مرسته په دغو اقداماتو کې شامل دی د جرمنی د بشری حقونو ځانګړې استازې باربل کوفلر، د پنجشنبې په ورځ په برلین کې ویلی چې د جرمنی حکومت په نړیواله کچه د ماین پاکۍ د پروګرامونو یو له لویو تمویلوونکو څخه دی. هغې دغه څرګندونې د اپریل د څلورمې نیټې په مناسبت، چې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د مځکنیو ماینونو پر وړاندې د مبارزې او د هغه د خطر په اړه د عامه پوهاوی د زیاتولو د نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې ده، کړی دی.کوفلر ټینګار کړی ، چې جرمنی نه یوازې د مځکنیو ماینونو او خوشه یی بمونو منع کېدو ته ژمن دی، بلکې د دغو بمونو له پاکسازۍ سره هم مرسته کوی. نوموړې ویلی ، چې د قربانیانو مراقبت او د ماینونو د خطر په اړه د عامه پوهاوی د زیاتولو په اړه پروګرامونه د دوی د کار عمده برخه ده.د کوفلر په خبره افغانستان، بوسنیا هرزګوینا، کمبوجیا، کولمبیا، عراق، سومالیا، او اوکراین ته د ماینونو د پاکسازۍ پروګرام په برخه کې لومړیتوب ورکول کېږی. مېرمن کوفلر وویل: (( د ماینونو ښخول او ناچاودلی مهمات د ډېرو هېوادونو پراخې ساحې، حتی تر جګړې او شخړو ډېره موده وروسته هم له ننګونو سره مخامخ کوی.))د دغې مېرمنې په خبره اوس هم د نړۍ په ډېرو برخو کې په مځکه کې ښخ شوی ماینونه، خوشه یی بمونه، ناچاودی مهمات او یا هم نور چاودېدونکی مواد په مځکو کې، حتی د ښوونځیو او استوګنې سیمو ته نږدې موجود دی.د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوی، چې شاوخوا ۱۱۰ میلیونه مځکنی ماینونه، مخکې تر دې چې په ۱۹۹۷م کال کې د پرسونل ضد ماینونه منع شول، په تر۷۰ ډېرو هېوادونو کې فرش شوی. په همدې کال د نړیوالې ټولنې ډېرو هېوادونو د پرسونل ضد ماینونو له ممنوعیت سره موافقه کړې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید