روزنامه هیواد

جرمنی دې  سوریې ته ځواکونه ولېږی

امریکا لوړ رتبه چارواکى وایی: واشنګټن له جرمنی غوښتنه کړې ،چې د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو د همکارۍ لپاره د سوریې شمال ته پلی ځواکونه ولېږی.د سوریې دموکراتیک ځواکونه چې کُردان یې رهبری کوی، د سوریې په شمال کې دېره دی.د سوریې او د داعش ډلې پر خلاف د تشکیل شوی ائتلاف لپاره د امریکا ځانګړی استازی جېمز جیفری ویلی: واشنګټن د جرمنی له پوځه غواړی چې سوریی ته  روزنیز ځواکونه، لوژستیکی متخصصان او تخنیکی کارکوونکی ولېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید