روزنامه هیواد

جاپان د ناکامورا د نىمګړو پروژو بشپړولو ته موراکامی را استوی

د ننګرهار چارواکی وایی، جاپان د سولې او روغتىایی خدمتونو د موسسې لپاره موراکامی د ډاکټر تىتسو ناکامورا ځاى ناستى او مشر ټاکلى دى.  د ننګرهار د والی وىاند عطاالله خوږىاڼی وىلی، ښاغلى مورا کامی به ډېر ژر د ناکامورا پر ځاى د ىادې موسسې مشرۍ ته افغانستان ته راشی او د ناکامورا د نىمګړیو پروژو د پوره کولو کار به پیل کړی: (( موراکامی په جاپان کې دى خو لا افغانستان ته نه دى رارسېدلى، لنډو ورځو کې به راشی.)) جاپانی الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د قوس په ۱۳مه په ننګرهار کې د وسله وال ترهګرىز برىد له امله له خپلو پنځو افغان همکارانو سره ىو ځاى ووژل شو.  ناکامورا د افغانستان د اوبو د مهاروونکی لقب هم ګټلى چې وروستۍ پروژه ىې د مروارىد دکانال وه چې په بشپړېدو سره به ىې ۳۰۰۰  هکټاره مځکه شنه او خړوبه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید