روزنامه هیواد

جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مالی مرسته کړې

جاپان د افغان ماشومانو او مىندو د روغتىا لپاره نهه مىلىونه ډالرو مرسته کړې.په کابل کې د جاپان سفارت په اعلامىه کې، چې د دوشنبې په ورځ خپره کړې، وىلی، چې د ۹،۱ مىلىونو ډالرو دغه نوې مرسته به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې ىونىسف او د جاپان د نړىوالو مرستو د ادارې (( جاىکا )) له لارې به د افغان ماشومانو او مىندو د روغتىاىی خدمتونو په مصرف ورسېږی.په دغه اعلامىه کې وىل شوی: (( دا مرستې به ىونىسف او د هغې شرىکباڼو ته د دې امکان په لاس ورکړی، چې ۱،۴  مىلىونه ماشومان د کتلوی معافىت د پروګرام له لارې واکسىن کړی، د پنځه کالو څخه د ښکته عمر لس مىلىونو ماشومانو ساتنه وکړی او همدارنګه ۲،۸ مىلىونه مىندو ته د زېږون پر مهال د ټىټانوس ضد واکسىن ورکړی.))د جاپان سفارت د وىنا له مخې دا پىسې به د درېـىم تلپاتې پرمختګ (SDG3) سره د مرستې ترڅنګ د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ له منځه وړلو کې هم ورڅخه کار واخىستل شی.

له دې مرستې به د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ له منځه وړلو کې هم کار واخىستل شی په کابل کې د جاپان سفىر متسوجی سوزوکا د عامې روغتىا د وزىر ډاکټر فىروزالدىن فىزوز سره ددې مرستې د تړون د لاسلىک پر مهال ووىل، جاپان هڅه کوی، چې افغانستان د ښځو او ماشومانو لپاره په ىو مصئون ځاى بدل شی، چې د همدې له امله دا هېواد د ىونىسف سره مرسته کوی.افغانستان د نړۍ په هغو درىو هېوادونو کې شامل دى، چې لا هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ ىا پولىو ناروغی د دغه هېواد د ماشومانو ژوند ګواښی.سږکال په افغانستان کې تر اوسه د پولىو شل پېښې ثبت شوی دی، د پولىو د دغو پېښو له نىماىی زىاتې د افغانستان په جنوبی ولاىتونو کې ثبت شوی دی. د عامې روغتىا وزىر ډاکټر فېروزالدىن فېروز د مرستې د لاسلىک وروسته ووىل، چې له افغانستان سره د نړىوالې ټولنې مرستې د ماشومانو او مىندو د ژوند د ژغورلو په برخه کې ډېرې موثرې وې او په ۲۰۰۱ کال کې چې په هرو زرو افغان ماشومانو کې ۱۹۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکوه، دا شمېر په ۲۰۱۵ کال کې ۵۵ تنو ته راټىټ شوى دى.ښاغلی فېروز ووىل: (( د ژوند په لومړىو پنځه کلونو کې تر ډىره د مړىنې مخنىوى د درملنې وړ دى او ماشومانو ته د کفاىت لرونکی واکسىن ورکول د ماشومانو د مړىنې په مخنىوی کې د ىوې ښه وسلې په توګه کار اخىستلاى شی.))جاپان د ۲۰۰۱ کال راهىسې افغانستان سره ۶،۶ ملىارډو ډالرو وړىا مرسته کړې ده، چې په زېربناو، کرهڼې، د کلىو د پراختىا، پوهنې او روغتىا په پروګرامونو کې په مصرف رسېدلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید