د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د جاپان صدراعظم واىی، د اىران ولسمشر ته د ورتلو بلنه ورکوی ،چې د اىران د اټومی پروګرام پرسر د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکىچ له هواری سره مرسته وکړی. د جاپان صدراعظم شىنزو ابې چې په توکىو کې په خبری کنفرانس کې خبرې کولې دغه راز ووىل چې دا هېواد همداشان غواړی چې په منځنی ختىځ کې د کړکېچ له کمولو سره مرسته وکړی: (( له جاپانه د اىران د ولسمشر حسن روحانی پرکتنې خبرې روانې دی، نړىواله ټولنه له جاپانه چې له متحدو اىالتونو سره شراکت لری او په عىن حال کې هم له اىران سره له اوږدې مودې راهىسې ښې اړىکى لری، تمه کوی چې وضعىت سم کړی.))