روزنامه هیواد

جان نېکلسن او جوزف ووټل په افغانستان کې د امریکا ستراتیژی بریالۍ وبلله

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن او د امریکا د پوځ د مرکزی قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل پرون په یوه خبری غونډه کې په افغانستان کې د امریکا ستراتیژی بریالۍ وبلله.دواړو امریکایی قوماندانانو په کابل کې خبریالانو ته په خبرو کې ټینګار وکړ ، چې دا پلان کار ورکوی، خو په عین حال کې یې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې پر پیاوړتیا اندېښنه څرګنده کړه.امریکایی قوماندانان افغانستان کې د داعش ډلې پر پیاوړتیا په داسې حال کې اندېښنه څرګندوی چې دې ډلې وړمه ورځ هم په کابل کې هوایی ډګر ته نېږدې د یوه خونړی برید مسوولیت پر غاړه اخیستى دى.دواړو لوړو پوړو امریکایی قوماندانانو په خبری غونډه کې افغانستان ته د ولسمشر اشرف غنی د لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ستنېدو هرکلى وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د نوموړی په راستنېدو سره به د افغانستان په شمال کې امنیتی وضعیت بهتر شی.دواړو امریکایی قوماندانانو پر پاکستان یو وار بیا ټینګار وکړ چې د سیمې د سولې لپاره دې نور اقدامات وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید