روزنامه هیواد

جان بس: په راتلوونکو میاشتو کې افغانان باید جوړ جاړی ته چمتو اوسی

د افغانستان لپاره د امریکا سفیر جان بس د امریکا د خپلواکۍ د دوه سوه درې څلویښتمې کلیزې مراسمو ته پر وینا کې راروانې میاشتې د افغانستان د راتلوونکی لپاره خورا مهمې وګڼلې او پر افغانانو یې غږ وکړ، چې هغوی دې له طالبانو سره یو جوړ جاړی ته رسېدو لپاره  ځانونه چمتو کړی. ښاغلی بس وویل:  ((  لکه تاسو، چې راتلوونکو څو میاشتو ته ګورئ، میاشتې، چې د یو سیاسی هواری او د هېواد د نوی مشر د ټاکلو فرصتونه به له ځان سره ولری، تاسو باید جوړ جاړی ته چمتو اوسئ.))د جان بس دا وینا کابل کې د امریکا د سفارت پر ویب پاڼه خپره شوې. ښاغلی بس وویل: د امریکا متحده ایالتونه او د دغه هېواد د ناټو متحدین او نور نړیوال همکاران یې، هغه ستونزې، چې افغانان یې نن ډېر سره وېشلی نشی حل کولی او دا ستونزې افغانان یوازې په ګډ کار سره حل کولی شی.سفیر جان بس وویل: (( موږ د جمهوری ریاست د ټاکنو د اعتبار وړ پایلو د لرلو ضمانت نشو کولی، یوازې تاسو دا کار کولی شئ او موږ یې نه شو کولی. پرېکړه وکړئ، چې چېرته او څنګه تاسو باید له طالبانو سره جوړ جاړی ته د رسېدو لپاره چمتو اوسئ او چیرته باید هغوی له تاسو سره جوړ جاړی ته د رسېدو لپاره چمتو اوسی، چې دا جګړه پای ته ورسېږی.)) ښاغلی بس وویل: امریکا به په افغانستان کې د داسې حالت د راتللو لپاره ، چې د دغه هېواد ټول اوسېدونکی په سوله او عزت د ژوند کولو فرصت ترلاسه کړی تل د افغانانو ملګرې او همکاره پاتې شی. جان بس په خپله وینا کې د امریکا د خپلواکۍ دمخه کلونو کې د دغه هېواد د خپلواکۍ د ګټلو د غورځنګ د مشرانو ترمنځ د ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د دغه غورځنګ ټول مشران له استعماری قوتونو څخه د خپلواکۍ پر اخیستلو موافق وو، خو کوم څه، چې د هغوی لپاره ډېر مهم وو او موافق پرې نه وو، هغه دا وو، چې څنګه خپل هېواد اداره کړی.په کابل کې د امریکا سفیر وویل : د نوې امریکا د جوړولو په سر خبرو کې د امریکا انقلابی ښځو غورځنګ غړو ونډه نه لرله.ده وویل: یوه ترټولو لویه مسئله، چې پرې د مشرانو ترمنځ موافقه ونه شوه ،هغه د غلامانو مسئله وه، چې پایله یې ۸۵ کاله وروسته د کورنۍ جګړې پیلېدل وو.د امریکا سفیر وویل: په دغه جګړه کې یوازې په یوه ورځ خلکو ته دویشت زره تلفات ورسېدل. د امریکا سفیر وویل: هغه مهال د امریکا نفوس هم د افغانستان د نفوس پر اندازه وو. سفیر جان بس د امریکا د پخوانی جمهور رییس ابراهم لینکن د هغې وینا یادونه هم وکړه، چې هغه ویلی وو (( امریکا به هېڅکله له بهر څخه ورانه نه شی.)) سفیر جان بس افغانانو ته هم وړاندیز وکړ، چې دوی هم باید له دغسې اندېښنو څخه الهام واخلی. امریکایان هر کال د جولای په څلورمه خپله خپلواکی نمانځی. امریکایانو ۲۴۳ کاله وړاندې خپله خپلواکی اخیستې ده. کابل کې د امریکا سفارت د خپل هېواد د خپلواکۍ کلیزه د جولای په درېیمه د چهارشنبې په ورځ ونمانځله.په دې مراسمو کې د ملی یووالی د حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سربېره د افغان حکومت برحاله او د تیر حکومت پخوانیو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو، د پارلمان غړو او د ښځو او مدنی ټولنې په سلګونو استازو ګډون کړی و. عبدالله عبدالله په دې مراسمو کې مشر میلمه په توګه برخه اخیستې وه، چې د سفیر جان بس وروسته یې دې غونډې ته وینا هم وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید