روزنامه هیواد

جان بس: د ولسی جرګې ځینې وکیلان شخصی ګټې پالی

په کابل کې د امرىکا سفىر د ولسی جرګې په سر راپورته شوى جنجال ناورىن  بللى دى.
جان بس وىلی: ىو شمېر وکىلان د ملی ګټو پر ځاى د خپلو شخصی ګټو په لټه کې دی.

تېره (چهارشنبه) له ىوې مىاشتنی جنجال وروسته د جرګې بحثونه په اخ او ډب واوښتل او ان وکىلانو د جرګې د مشر مىز هم مات کړ.

جان بس په دې اړه زىاته کړې، واشنګټن د ولسی جرګې د جنجال اوږدىدو اندىښمن کړى دى.

نوموړی خبردارى ورکړى چې دې لانجې نه ىوازې اندىښنې راپارولی، بلکې ولسی جرګه ىې له ناکامۍ سره مخ کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسی جرګې دریاست د مىز په ماتېدو خلکو نىوکه وکړه چې وکىلانو د هند له خوا په ډالۍ کې د ورکړل شوې ملی شورا سپکاوى کړى دى.

په همدې حال کې د ولسی جرګې ىو شمىر غړی وایی: د جرګې د غړىو ترمنځ د رامنځته شوی تاوترىخوالی ترختمېدو پورې باىد ىوه ځانګړې امنىتی قطعه وګمارل شی چې،  په تالار کې دننه وضعىت کنترول کړی.

داسې راپورونه هم ورکړل شوی چې ولسمشر غنی د ولسی جرګې جنجال سخت په غوسه کړى، خو د ارګ وىاند هارون چخانسوری دا راپورونه رد کړی چې ګنې حکومت غواړی د دې جرګې لانجه سترې محکمې ته د حل لپاره ارجاع کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید