روزنامه هیواد

لنډۍ د پښتنو  د ژوند رڼه هینداره ده

لنډۍ د پښتو د فلکلور ىوه برخه   

لنډۍ دپښتو ادب ډېر شتمن شعری توکی دی او د فلکلور زىاته برخه په همدې لنډیو کې بىان شوې ده. لنډۍ زموږ په ادب کې هم تارىخ بىانوی او هم زموږ داجتماعی ژوندانه بېلابېل اړخونه راته روښانه کوی، خوکله چې موږ غواړو دلنډىو په اړه څه وواىو ، لازمه ده چې  لومړى د فولکلوردکلمې په هکله رڼا واچوو او په دې وپوهېږو،چې داکلمه څه وخت اوڅنګه راپىدا شوه.

دغه کلمه دلومړی ځل لپاره په ۱۹ مه پېړۍ کې دانګلیستان پېژندل شوی تاریخ لیکونکی اوبشرپېژندونکی ((ویلیام جې توماس)) په (۱۸۶۳م) کال کې وکاروله، له نورو سرچینوڅخه داسې څرګندېږی چې په (۱۸۸۵م) کال کې (امبروازرتن) هم دغه اصطلاح کارولې ، د فولکلورلومړنۍ ټولنه په (۱۸۷۸م) کال جوړه شوه . همدا ډول په (۱۸۸۶م) کال کې په فرانسه کې دملوزین په نوم لومړنۍ فولکلوری مجله خپره شوه اوپه (۱۸۸۶م) کال دفولکلورنړیواله کنګره جوړه شوه. د فولکلور کلمه دپوهانو له نظره له دوو تورو(فولک)او (لور) څخه جوړه شوې ، چې (فولک)دپرګنو،او(لور) دپوهې په ماناده،له همدې امله ورته دخلکو،د دودونو، انګېرنو، رسمونو، رواجونو،ادبیاتو،کیسواووګړنیزوتصنیفو
نو د علم په توګه ګڼل کېږی ،د (سن تیو) دتعریف له مخې فولکلورپه پرمختللواومتمدنوهېوادونوکې د عامو خلکو ژونداو ادبیات ترمطالعې لاندې نیسی، خو د عوامو د ادبیاتوپه مقابل کې ،رسمی او استادانه کلتور هم موجود دى چې د همدې رسمی او استادانه کلتور اصلی سرچینې همدا عامیانه کلتور جوړوی ، زموږ په هېواد کې د معاصر ادب له غوړېدو سره په یوه مهال د فولکلور په هکله لیکنې وشوې چې همدې لیکنو د رسمی کلتور په بشپړېدوکې هم د پام وړ ونډه درلوده که موږ د فولکلور د کلمې لپاره په خپله ژبه کې ورته نږدې کلمه کاروو مجبور یو چې ورته د خلکود خبرتیاوو، ټولګه، پرګنیز معلومات، ولسی پوهه ،ولسی کلتور، دعواموپوهه اوداسې نورې کارولاى شو.(سې اس برن) د فولکلورڅه شى دى؟ ترسرلیک لاندې مقاله کې لیکی ،فولکلور په حقیقت کې داومی انسان دنړۍ لیداو ارواح پېژندنې،دینی فلسفی،پوهې،ټولنیزو، بنسټونو جشنونو او مراسمو، شعرونواو ترانو،عامیانه انګیرنواو شفاهی ادبیاتو یو ډول دى، که چېرته موږ د فولکلورپه باب خپلې لیکنې ته دوام ورکړو زما په آند چې دا اوږد بحث به پاى ته ونه رسېږی، ځکه په حقیقت کې د ادب تومنه له همدې بډایه زېرمې څخه بشپړه شوې ده ، د فولکلورلغوی ماناته په پام سره په دې کلمه کې هغه پوهه نغښتې ده چې د یوې ټولنې دودیز اړخونه ترڅېړنې لاندې نیسی، نوله همدې کبله هم نه شو کولاى چې په دغې لنډه لیکنه کې دیوې ټولنې ټول دودیز اړخونه وڅېړو،هره ټولنه بېلابېل رسمونه رواجونه،دودونه اوعنعنات لری، موږ په دې لیکنه کې د غزنی د ځینو سیمو د خلکو په دودونواو رواجونودرسره غږیږو.دخلکو دګروهنې اوانګېرنو په هکله یوپوه وایی: (( انګېرنې هغه جملې او پدیدې دی چې په هغوکې د علت اومعلول ترمنځ کومه علمی اړیکه موجوده نه وی او زیاتره منفی ،غیرمنطقی اونامطلوبې وی همداراز په بل ځاى کې وایی: انګېرنې هغه عقیدې دی ، چې په منطقی دلایلو،عینی واقعیتونو،علمی معلوماتواو اسنادو ولاړې نه وی اوبې له دې چې عینی،حقیقی،منطقی اوعلمی اساس اوبنسټ ولری ، له وهم ، ډار، وېرې اوخطر سره مل وی ځینې وخت ورسره دخوښۍ احساس هم پیداکېږی.

که څه هم انګېرنه کومه حقیقی،عینی منطقی اوعلمی اساس نه لری ، خوبیاهم د پاتې وګړوپه منځ کې ورته په درنه سترګه کتل کېږی.هره ټولنه اوهر قوم بېلابېل خصوصیات لری او د هغوی دځانګړنو په پېژندلوسره یې ترمنځ کله ناکله ډېرزیات توپیراو بېلوالى کله بىا ډېرزیات نږدېوالى اوىووالى هم پیداکېږی ،چې دغه خصوصیات اوځانګړنې د ډېرولرې پرتوسیموخلک هم سره نږدې کوی اوهم یې سره لرې کوی.

په هرحال موږ په فولکلورخبرې کوو او د هغه څه په اړوندغږېږو کوم چې په ټولنه اوقوم کې د ډېردرنښت او قدر وړ دی. که رښتیا ووایوفولکلور د یوه قوم دژوند،کړو وړو،عقایدو،منلواونامنلوافکارو په هکله انځورباسی اوهغه ځلېدونکی اوصافه هینداره ده، چې دقوم هرڅه په کې لیدلای شو، زما په آند د هرملت او قام د ژوند په هکله د معلوماتود حاصلولو لپاره لازمه ده چې دقوم فولکلوری ادب وڅېړل او وکتل شی، ځکه د معلوماتو د حاصلولو لپاره لازمه ده چې د قوم فولکلوری ادب وڅېړل او وکتل شی، ځکه فولکلورهغه رښتینى تاریخ دى کوم چې دخلکوله عقایدو،کړو،وړواو افکاروڅخه بحث کوی،که چېرته موږ غواړوچې دیوقوم له فولکلورڅخه بشپړ معلومات ولروموږ باید دخپل فولکلوری ادب ،تاریخی مطالعې اوڅېړنې ته اهمیت ورکړواو هم ورته زیات کار وکړواوځان پرې وپوهوو، ځکه پوهان وایی: که تاریخ موږ ته دیوه ملت وجود راپه ګوته کوی، خوفولکلور بیا د هغه ملت له روح سره موږ اشناکوی که چېرته موږ نن د خپل افغانى کلتور رسم اورواج د ودونواوکړنوانګیرنو تاریخ ته په کتو سره وګورو وینو چې په دغوپاڼوکې دپرون هرڅه ترسترګوکېږی اودا راته جوتېږی چې په تېروخت کې د ټولنیز ژوندانه طریقه څه ډول وه. همدا تاریخی پاڼې موږد دوی له هرڅه څخه خبرولاى شی. دیوه قوم فولکلور د هغه قوم د تهذیب تمدن، کړو وړو،ناستې ولاړې کړنو او ادب هىنداره ده.زموږ په پښتنی فولکلورىک ادب کې ډېرڅه په معناداروکلىموکې بىان شوی.په تېره بىا زموږد لنډىو،سروکواو سندروبرخه دژوند د ټولواړخونوبشپړه ترجمانی اوانځورګری کوی              نوربیا

ممکن است شما دوست داشته باشید