روزنامه هیواد

په (( کیمیاى سعادت )) کې ځان پېژندنه

د احیاالعلوم الدین ټولې برخې غوره دی، خو د وخت او زمان تقاضا، د وخت د خلکو لپاره مهم مسایل او یا د ځینو نورو مهمو خبرو په سبب دا اثر له احیاالعلوم الدین نه انتخاب شوې برخه ده.ما د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منتخبات ترتیب او تنظم کړل او کتاب یې چاپ شو، د الفت ټول شعرونه غوره دی او یو ته ښه او بل ته ناښه ویل به ښه خبره نه وی، خو ما هغه شعرونه  انتخاب او غوره کړل چې په نننی وخت کې یې خلکو ته پېغامونه درلودل او یا یې د سیاسی، اقتصادی، ټولنیزو، کلتوری او ریالیستیکی تقاضاوو په نظرکې نیولو سره  شعرونه غوره کړل او یا زه خپل ذوق، فکر، نظر او تجربه لرم او حق لرم چې د خپلې خوښې شعرونه غوره کړم، نو امام صاحب هم د احیاالعلوم الدین نه دکېمیاى سعادت برخه چې  (ولې) غوره کړې ده ځواب یې پورته ذکر شو.کتاب ډېر بحثونه لری او هر بحث یې د انسانانو د لارښوونې لپاره دی، چې زه یې د کتاب د څو مخونو د متن له لوستلو وروسته یوازې او یوازې په ځان پېژندنې بحث کوم.د مولانا جلال الدین محمد بلخی له شعرونو دې نتیجې ته رسېږو چې ده د امام غزالی مطالعه درلوده، د ده په شعرونو کې هم د ځان پېژندنې په اړه خبرې شته، همدارنګه علامه اقبال په شعرونو کې د خودی مفهوم هم د ځان پېژندنې په اړه بحثونه لری او اسرار خودی او رموز بیخودی یې هم د ځان پېژندنې په تړاو خبرې لری او همدارنګه د پښتو ژبې مفکر لیکوال او شاعر ګل پاچا الفت هم د پورته پوهانو په نقش قدم تللى دى.د ځان پېژندل د الله تعالی پېژندل دی، نو له همدې امله که چا ځان وپېژانده ، نو هغه الله تعالی وپېژانده، د ځان پېژندنې په تړاو خپله یوه ادبی ټوټه او یو آزاد شعر راوړم:

ځان پېژندنه:

سترګې مو ډېر لرې شیان لیدلای شی ،خو د خپل وجود نېمګړتیاوې نه.

د سترګو لرې دید مې سم او نږدې ناسم دی.

وایو غیبت سم کار نه دی، خو خپله یې له سهاره تر ماښامه وایو.

د نورو عیبونه شمارو، خو له خپل نه خبر نه یو.

هو! د نورو عیب د کلی منځ وی او خپل د ولو.

نور خلک چې پردیو ښځو ته ګوری ګناه ده، خو خپله چې یې له سره تر پښو معاینه کوو، ستونزه نه شته.

د نورو ښکلې قوارې راته بدې ښکاری او خپله ویرونکی قواره راته ښکلې.

د نورو له ښکلو اولادونو درته خپل بدرنګه اولاد ښه ښکاری.

نیچه وایی: (که بتان مات کړې کوم ستر کار دې نه دى کړى. حقیقی شهامت دا دی چې په خپل ځان کې د بت پرستۍ خوى ورک کړې.

هو! د نورو جوړولو لپاره د ځان جوړول مهم دی. د ځان پېژندل د الله تعالی پېژندل دی.

ځان پېژندنه:

د فلک له کتو مخکې لږ خو ښکته نظر وکړه

فلک لرې ستا له سترګو

ځمکه لاندې ستا د سترګو

ولې لرې دید دې سم دى؟

خو نږدې کتلای نه شې

ولې نورو ته کتی شې؟

خو خپل ځان کتلای نه شې

سترګې ستا هر څه لیدای شی

خو ستا کړه لیدلای نه شی

ته چې بل ته ګوته نیسې

لږ دې ځان ته نظر وکړه

د بل عیب ښکاره کوې تل

خپل وجدان ته نظر وکړه

د بدن دا توازن دې

همرنګی او یګرنګی دې

دواړه سترګې خوا په خوا کې

دوربینونه ستا د مخ دی

دوه غوږونه خوا په خوا کې

لاسپیکر ستا د وجود دی

دوه لاسونه په یو شانې

که لاسونه مو دوه نه وای!

پوزه، زنه یوه نه وای!

بدرنګی د ټول وجود به

ستا بدن ښکاره کولای

د خودۍ مفهوم همدا دى

چې دې ځان ته نظر وکړې

خپل کمال ته نظر وکړې

خپلو ټولو کړو وړو ته!

خپل ایمان ته نظر وکړې

چې په نورو کړې شکونه

په خپل شک دې نظر وکړې

د جهان په ننداره کې

ټول نظام ته نظر وکړې

د الله پر پېژندلو

خپل نظام ته نظر وکړې

زما په شعر او نثرکې د ځان پېژندنې په تړاو چې کومې خبرې راغلی دی، د ټولو انسانانو لپاره لارښوونې لری.

په کېمیای سعادت کې ځان پېژندنه:  امام صاحب په ځان پېژندنه کې پر باطن ډېر تاکید کوی، دی وایی: یو د انسان ظاهر دی، دې ته کالبد یا ډانچه وایی: رحمان بابا وایی: (( بت که جوړ کړې د سروزرو انسان نه دی))  انسان له ګنده او بد بویه خټې جوړ دی، روح با ارزښته شى دی.  همدا روح چې جوړ شو، په ټول بدن ښه مشری کولای شی. ظاهر په سترګو ښکاری او باطن په ظاهری سترګو نه ښکاری، بلکې باطنی بینایی غواړی، زړه د باطنی بیایی اصلی محور دی یعنې د زړه پواسطه د انسان باطن جوړیدای شی، امام صاحب وایی: یو د زړه ساختمان دی یا هغه جوړښت دی چې په سترګو ښکاری او بل د زړه باطن دى، زړه د نړۍ ټول انسانان لری، خو د هر چا د زړه باطن جوړ نه وی او یا زړه خو حیوانات هم لری چې په سترګو ښکاری، خو د انسان له زړه سره یې توپیر په باطن کې دی.

امام صاحب وایی: د انسان ټول بهرنى او دنننى جوړښت د یو مملکت حیثیت لری، زړه د دې مملکت پاچاه او یا رییس جمهور دی، رییس جمهور پر ټول ملک باندې مشری کولای شی، ښه او پیاوړى رییس جمهور پیاوړې او ښه مشری کوی او بې کاره او ناکاره رییس جمهور به په خپلو کارونوکې ناکام وی. فکر، عقل او یا دماغ د همدې مملکت د لومړی وزیر دنده په غاړه لری، د پاچاه ټولې خبرې منی او بیا یې د ملک نورو لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې کوی، که پاچاه سم هدایت وکړ، نو د وزیر له خوا هم سمه لارښوونه ترلاس لاندې چارواکو ته کېږی.د مملکت نور ټول کار کوونکی د بدن اعضاوې دی لکه لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، پوزه او داسې نور، که په لاسونو د خیر او یا دشر کارونه کوو ، نو لارښوونه یې له زړه کېږی، که په پښو جماعت ته نه ،بلکې خرابو ځایونو ته ځو بیا هم امر یې له زړه دی، که په سترګو ګناه کوو، په غوږونو غیبت اورو او د داسې نورو کړنو لارښوونه له زړه څخه کېږی، ښه زړه د ښه او پرمختللی ملک نمایندګی کوی او خراب زړه د خراب مملکت. عبثیاتو زړه ته دام ایښی وی چې په خپل نیرنګ کې یې ونیسی، هغه زړه چې د کار نه وی ډېر ژر په عبثیاتو اخته کېږی او هغه چې په معرفت د الله نورانی زړه وی، نو کله هم په داسې دامونو کې نه نیول کېږی.کله چې زړه غواړی اصلی او حقیقی ښکار وکړی ، نو معرفت حاصلوی او بیا نو دا زړه د ځان پېژندنې لپاره سمه لاره چاره ښیی.د انسان ظاهری پنځه حواسه ( غوږونه، سترګې، پزه، لمس کول او ذایقه) او باطنی حواس (تخیل، تفکر، حفظ، تذکر او توهم) د زړه تر فرمان لاندې دی، که زړه پیاوړی او ښه و، نو دا ټول حواس سم کار کوی او که زړه ناسم وی، نو ناسم کارونه کوی.

امام غزالی وایی: د چا چې زړه جوړ شو، نو د ځان پېژندلو په مفهوم پوهېږی او کولای شی چې د بدن له ټولو اعضاوو سمه ګټه واخلی، نننۍ ټولې ستونزې په دې کې دی چې د ځان پېژندنې له مفهومه ښه خبر نه یو.د نړۍ ټول انسانان بهرنی او دنننی رغښتونه لری ، خو دا چې له دې رغښتونو څه ډول ګټه واخلی، نو په دې کم کسان پوهېږی، لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، فکر، احساس، خیال، اخلاق او داسې نور داخلی او خارجی توکی ، ټول انسانان لری ، خو د څومره کسانو زړونه جوړ دی چې د ځان پېژندنې په مفهوم پوه وی او له خپلو ټولو اعضاوو سمه ګټه واخلی.

سیداصغر هاشمی

ممکن است شما دوست داشته باشید