د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په لومړۍ لوبه کې سپین غر لوبډلې د مجید عالم د ۷۲ او حسن صافی د ۶۳ منډو پرمټ مس عینک لوبډلې ته د ۲۴۳ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې د مس عینک ټوله لوبډله په ۱۱۵ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۱۲۸ منډو په توپیر بایلوده. په دغه لوبه کې د سپین غر لوبډلې لوبغاړی عابد چې د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړی یې وسوځول د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو. په دویمه لوبه کې بیا بُست لوبډلې لومړى بیټنګ وکړ او خپلې سیالې لوبډلې بند امیرته یې د ۲۰۸ منډو هدفو وټاکه چې په ځواب کې بند امیر لوبډلې ورکړل شوى هدف د ۲ وکټو په زیان سره پوره او لوبه یې د ۸ وکټو په توپیر وګټله. اصف موسى زى چې د بندامیر لوبډلې لپاره یې ۹۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې د لوبې غوره لوبغاړى وټاکل شو.