روزنامه هیواد

تېر کال په هېواد کې ۴۲۰روغتیایی مرکزونه رامنځته شوی

د عامې روغتیا وزیر د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې د دغه وزارت د ۱۳۹۷ کال د لاسته راوړنو او ۱۳۸۹ کال د پروګرامونو راپور رسنیو ته وړاندې کړ.

روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسی زیاتوالى، د روغتیایی مرکزونو رامنځته کېدل او ارتقا، د روغتیا یی خدمتونود وړاندې کولو په کیفیت کې ښه والى، د روغتیایی خدمتونو په سیستم کې پیاوړتیا، د روغتیا په سکتور کې د فساد پر وړاندې مبارزه او د روڼتیا او حساب ورکولو زیاتوالى، د روغتیا وزیر د راپور له مهمو موضوعاتو څخه وو.

دوکتور فېروزالدین فېروز، چې پرون یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبرې کولې زیاته کړه: یاد وزارت توانېدلی په ۱۳۹۷ کال کې ۴۲۰ روغتیایی مرکزونه، د هېواد په کچه ۱۷۰ د واکسین ګرځنده ټیمونه، د کوچیانو لپاره ( ۱۵) ګرځنده روغتیایی ټیمونه، ۱۰۰عرادې امبولانسونه،د کندوز په روغتون کې سټلایټ کلینیک، په هرات کې د روږدو ښځو او ماشومانو لپاره سل بستریزه معیاری مرکز، په ۲۱۱ فرعی روغتیایی مرکزونو کې د واکسین څانګې، د پکتیا حوزوی لابراتوار او په مرکزی لابراتوارونو کې د هستوپتولوژی ډیپارټمنټ رامنځته کړی. نوموړی دغه راز وویل: د هېواد په بېلابېلو برخو کې څلور روغتونونه نوی پرانیستل شوی او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی او درې روغتونونه، د درملو د کیفیت د کنټرول څلور لابراتوارونه او د واکسین د یوه زیرمتون د جوړولو کار نوى پیل شوى دى. د روغتیا وزیر د کیفیت لرونکو روغتیا یی خد متونو د وړاندې کولو په اړه وویل، چې یاد وزارت توانېدلى د تېر کال په بهیر کې ۶۵ میلیونه کسانو ته لومړی او ثانوی روغتیا یی خدمتونه، ۷،۱ میلیونه مېرمنو ته د ولادت نه مخکی روغتیایی خدمتونه، ۹۳۰ زرو مېندو ته د ولادت مناسبه زمینه، ۶۵۹۸۳۸ مېندو ته د ولادی او نسایی جراحۍ زمینه، ۱.۵ مېلیونه ماشومانو ته د پنتاسه واکسین، ۴،۱ مېلیونه ماشومانو ته د سرخکانو واکسین، او تر پنځو کلونو کم ۲۰ مېلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین، په خوارځواکۍ اخته د ۲۷۰ زرو ماشومانو تداوی، ۱۱۴۰ روږدو ته د درملنې د زمینې برابرول، په ایچ آى وی اخته د ۱۰۰۰ ناروغانو تداوی، د هېواد په کچه د تداوۍ د وړیا کمپونو له لارې ۱۵ زرو معلولو کسانو ته د اورتو پیدی خدمتونه او د سترګو د ناروغیو درملنه شوې ده.د روغتیا وزیر د انکشافی بود جې د لګښت په اړه وویل: یاد وزارت د ۱۳۹۷ کال په بهیر کې توانېدلی، چې څه د پاسه ۹۳ سلنه بودجه ولګوی.

نوموړی په ۱۳۹۸ کال کې د روغتیا وزارت د پروګرامونو په اړه هم جزئیات ورکړ او زیاته یې کړه: په روان کال کې د نایب امین الله خان په روغتون، جناح روغتون، د سمنګانو په نسایی ولادی روغتون، د فاریاب د مور او ماشوم په روغتون، د جوزجان په ولایتی روغتون، د کندهار په عینومېنه روغتون، او د لغمان په ولایتی روغتون کې د روغتیا یی خدمتونو وړاندې کول پیل شوی دی.

۱۷۰ بستریز حوزوی روغتون ته د غزنی د ولایتی روغتون ارتقا، د ارزګان په ولایت کې د روږدو کسانود تداوۍ د روغتون رامنځته کول، د سرطان د تشخیص او تداوۍ سل بستریزه روغتون، د هېواد په پنځو ولایتونو کې د ۳۵ روغتیایی اشیانو رامنځته کول، د روغتیایی مراقبتونو د اعتبار ورکولو د ملی ادارې رامنځته کول او روغتونونو ته د اعتبار ورکولو پیل او د قابلو او نرسانو د شورا رامنځته کول په ۱۳۹۸ کال کې د دغه وزارت له نورو پروګرامونو څخه ګڼل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید