روزنامه هیواد

تېر کال د درملو ۱۵ تولیدی فابریکې جوړې شوی

د افغانستان د متشبثینو عالی بورډ وایی: په تېر ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ټول هېواد په کچه ۱۵ د درملو تولیدی فابریکې جوړې شوې دی، خو د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجی‌آغا وایی، چې د امکاناتو د نشتوالی له امله دغه فابریکې ۱۰ سلنه اړتیا هم نه‌شی پوره کولاید ښاغلی حاجی‌اغا په خبره، په ټول هېواد کې شااوخوا ۴۰۰ د درملو واردوونکی شرکتونه او تر ۱۵۰۰ په عمده ډول ددرملو پلورنځی فعالیت کوی ، چې له بېلابېلو هېوادونو درمل راواردوی.نوموړی وایی: که حکومت او اړوند بنسټونه په‌دې برخه کې په هېواد کې دننه آسانتیاوې برابرې کړی، د قاچاقی او بې‌کیفیته درملو مخه به ونیول شی او خلکو ته به د کار او بار زمینه هم برابره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید