روزنامه هیواد

تېر کال د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمېسیون ۳۰۴۹۹ کسان پردندو گمارلی

په ټولیز ډول په کابل او ولایتونوکې داداری اصلاحاتو اوملکی خدمتونو کمېسیون  (۳۰۴۹۹) کسان د دولت په بېلابېلو اداروکې پر دندو ګمارلی دی.

د اداری اصلاحاتو اوملکی خدمتونو دخپلواک کمېسیون مشر ښاغلی احمد نادر نادر ی پرون ددغه کمېسیون دکنفرانسونو په تالار کې د یوې غونډې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل:د اداری اصلاحاتو اوملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون هڅه کړې  چې په دولتی اداروکې دانسانی ځواک دګمارنې په برخه کې ،پوهه ، وړتیا، رښتینولی اوموخه په پام کې ونیسی. دغو هڅو پرکمېسیون دخلکو باور اواصالت لوړ کړى او دبروکراسۍ له امله رامنځ ته شوى فساد کمولى شی.

په ۱۳۹۷ لمریز کال کې په ټولیزه ډول په مرکز اوولایتونو کې ۵۴۷ تنه په لوړ رتبه لومړیو او دریمو بستونوکې  ۴۲۸۳ تنه د منځنۍ کچې مدیریتی دریمو اوڅلورمو بستونوکې اوددې ترڅنګ ۵ مسلکی بستونه ، په مرکز اوولایتونو کې د ۱۴۵۵۱ کسانو لپاره او په اوومو اواتمو بستونو کې ۱۱۱۱۸ تنه په دندو ګمارل شوی ، چې ټول شمېر یې (۳۰۴۹۹) تنوته رسېږی.

ده څرګنده کړه : اصلاحات یوه دوامداره او پرله پسې پروسه ده . فعاله اواغېزمنه اداره خلکو ته خدمت کول او دوامدار هڅو اوکارته اړتیا لری. داهڅې د یوې شپې، یوې اوونۍ ،یوې میاشتې اویوه کال لپاره نه دی ،بلکې کلونه کلونه زیار او فعالیت غواړی. په هره کچه چې یوه ټولنه پرمختګ کوی په هماغه کچه پیچلې غوښتنې او اړتیاوې پیدا کوی.

د اداری اصلاحاتو اړتیا او دوام مهم دى. عامه اداره هغه مهال کولاى شی هېوادته پرمختګ ورپه برخه کړی چې له شرایطو سره ځان یو شان کړی، نو په دریو اړخونو باندې دغه کمېسیون تمرکز کړى و. لومړى اړخ : د اداری فرهنگ بدلون و، چې له فرد محور څخه ښاری محور اودخدمتونو په پام کې نیولو سره خپل فعالیتونه عیار کړی. تېرکال لومړى خپله په کمېسیون کې هلې ځلې وشوې ،چې دغه اداره په یوه خدمت گذاره اداره واړول شی اوددې ترڅنګ دوظیفوی اړتیاوو په پام کې نیولو سره خدمات وړاندې کړی .

دغه کمېسیون هڅه اوهاند کوی چې دا فرهنگ نورو ادارو ته هم ولېږدوی ،چې تلپاتې اونهادینه شی.

ده د الکترونیکی گومارنې په اړه څرګنده کړه: دا دارې اصلاحاتو اوملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون په دولتی ادارو کې دعملی اصلاحاتو په برخه کې د یوه قانونی بنسټ په توګه ، دالکترونیکی ګومارنې په برخه کې لوى ګام پورته کړى دى. دغه کار دګمارنې په بهیر کې دانسانی لاسوهنې اوسرغړونې دکموالی او د روڼتیا د رامنځ ته کېدو لامل شوی اوپه پایله کې دوضعیت د ښه والی سبب کېږی. دبېلګې په ډول: لوړ رتبه لومړی اودویم بستونه دالکترونیک سیستم له لارې آزادې سیالۍ ته وړاندې کېږی .په لومړی قدم کې غوښتونکی دخوښې وړ بست کودسیتم ته ورکوی اوپه اتومات ډول د بست سرلیک د اړوندې ادارې نوم ، دبست موقعیت سیستم ته داخلېږی او دتذکرې د معلوماتو ،لوړ زده کړو ،کاری تجربې، وړتیا او دریفرنسونو دثبت وار رارسېږی . داړتیا وړ سندونه لکه دتذکرې کاپی، تحصیلی اسناد، د قرار داد سند اویاهم دغوښتونکی دولتی سوانح سیستم ته زیاتېږی ، چې دمعلوماتو دثبت د پروسې له بشپړېدو وروسته نوماند ته داسنادو د رسېدلو تاییدی برېښنالیک لېږل کېږی.

ښاغلی نادری دملکی خدمتونو دکارکوونکو د روزنې په اړه وویل:

دکمېسیون دملکی خدمتونو انستیتوت په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۴۵۴۰ تنه دملکی خدمتونو کارکوونکی دهېواد دننه روزلی اوهمدا راز ۸۶۴ کسان یې له هېواده  بهر د روزنې لپاره استولی دی. دملکی خدمتونو کارکوونکو ته دانگلیسی ژبې، دکمپیوټر مهارتونه ،مدیریتی مهارتونه د رسمی لیکونو څرنګوالى، دملکی خدمتونو له قوانینو اومقرراتو څخه خبرتیا، الکترونیکی حکومتولی،دفساد پروړاندې مبازره او نورو برخوکې روزنې ورکړل شوې.

ښاغلی نادری ډاګیزه کړه: پخوا د ګمارنې اواستخدام پړاو ۱۸میاشتې موده نیوله،خو دا پړاو اوس ۴۵ ورځو ته راټیټ شوى دى.

ده دښوونکو د بستونو به اړه وویل: دښوونکو د ټاکلو بهیر دپلی کولو لپاره (۱۱۵۰۰) بستونه اوهمدارنګه (۵۵۰۰) پنځم اوشپږم بستونو کار روان دى.دهېواد په ۲۰ ولایتونو کې دښـوونکو بستونو بهیر دیوې اوونۍ په موده کې پلی کېږی.

سربېره بردې د ۵۵۰۰ پنڅمو بستونو ټاکنه د وری میاشتى ترپاى پورې پلی کېږی. د اداری اصلاحاتوکمېسیون مشر وویل: دعدالت په پام کې نیولو سره کمېسیون ۲۴۸۶  شکایتونوته رسیدگی کړې او دغه پړاو یې ساده کړى دى.             محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید