روزنامه هیواد

تېر میلادی کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایی، تېر ۲۰۱۹ کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د وړم کال په پرتله زیات شوی دی.د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په تېرو دوو ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالی په اړه راپور خپور کړی.په دې راپور کې راغلی، په ۲۰۱۹ کال کې د ۲۰۱۸ کال په پرتله له ښځو سره تاوتریخوالی ۴،۸ فیصده زیات شوی دی.راپور زیاتوی، په ۲۰۱۹ کال له ښځو سره د تاتریخوالی ۴۶۹۳ قضیې ثبت شوی، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ کال کې دا شمېره ۴۳۲۹ وه.راپور له ښځو سره د تاوتریخوالی ډولونو ته اشاره کړې او لیکی، په ۲۰۱۹ کال کې ژبنی او اروایی تاوتریخوالی د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۲،۴ سلنه زیات شوی، خو د تاوتریخوالی نور ډولونه لکه، اجباری نکاح، په بدو کې د ښځو ورکړه او د واده په پلمه د ښځو پېر او پلور ۲،۴ سلنه کم شوی دی.له ښځو سره د تاوتریخوالی په اړه د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دې دوه کلنی راپور کې د تاوتریخوالی بڼې یا نوعیت ته هم اشاره شوې او ویل شوی، په ۲۰۱۹ کال کې د تاوتریخوالی له ټولو ۴۶۹۳ پېښو څخه ۱۳۳۵ یې جسمی، ۱۹۴ یې جنسی، ۱۷۸۳ یې ژبنی، ۸۴۴ یې اقتصادی او ۴۳۷ یې د تاوتریخوالی نور ډولونه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید