روزنامه هیواد

تېرکال د افغانستان د مخدر موادو عواید ډېر وو

د افغانستان د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزارت مرستیال احمد جاوید قایم د دوشنبې په ورځ د دغې سروې د جزئیاتو د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې تېرکال په افغانستان کې د جکړو، ناامنیو او اقتصادی ستونزو له امله د مخدرو موادو د کر او تولید کچه په بې‌ساری ډول لوړه شوه.هغه وویل : (( تېرکال د مخدرو موادو اقتصادی ارزښت په افغانستان کې د۴ او ۶ میلیارد ډالرو ترمنځ محاسبه شوی…تېرکال ارقام ډېر لوړ وو، له هغې وړاندې به شمېرې معمولاً ټیټې وې له ۳ میلیاردو څخه نه لوړېدې.))د ښاغلی قایم پر وینا، له دې شمېرې څخه ۴،۱ میلیارد ډالره بزګرانو او پاتې د مخدرو موادو مافیا ترلاسه کړی دی.تېرکال په افغانستان کې په ۳۲۸ زره هکتاره مځکو کې کوکنار وکرل شول او ۹۰۰۰زره ټُنه اپین ترې حاصل واخیستل شو، چې دغه شمېرې د ۲۰۱۶ کال په پرتله د کوکنارو په کر کې ۶۳ او د اپینو په تولید کې ۸۷ سلنه زیاتوالی ښیی.وړم کال په افغانستان کې په ۲۱۰ زره هکتاره مځکو کې کوکنار کرل شوی وو، او ۴۷۰۰ ټُنه اپین حاصل ترې پورته شوی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید