روزنامه هیواد

توماس جانسن: وسله وال طالبان پر سوله باور نه لری

امریکایی شنونکی وایی: د سرتېرو تر وتلو وروسته ښایی په افغانستان د جګړې پر ډګر بدل شی.

په امریکا کې د پوهنتون استاد او د سیمې د وضعیت څارونکی توماس جانسن وایی: طالبان تر ډېره پر سوله باور نه لری بلکې دوی به جګړه کوی او د خپل حکومت د جوړولو لپاره به هڅو ته ادامه ورکوی.سرچینه کاږی وروستیو حالاتو وښوده، چې طالبان له خپل دریځ نه په شا کېږی، دوی به تاوتریخوالی ته ادامه ورکوی، دوی دېرش کاله جګړه کړې ده او که وغواړی د خپلو غوښتنو لپاره به پنځوس کاله نور هم جګړه کوی.نوموړی تمه ښودلې ،چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره عملی او واقعی حللاره پیدا کړی ، څو ټول اړخونه په افغانستان کې سره راټول شی او په دې هېواد کې ددایمی اوربند او سولې لپاره کار وکړی.توماس له امریکایی حکومت او نړیوالو د افغانستان په اړه د دقت او احتیاط غوښتنه کړې ده.توماس جانسن داسې مهال دا څرګندونې کړې ، چې شاو خوا دوې میاشتې وړاندې په قطر کې د سولې بین الافغانی خبرې پیل شوې ، چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید