روزنامه هیواد

تند لارې برتانوۍ ډلې په قبایلو کې فعالیت کوی

ډیلی مېل ورځپاڼې په لندن کې د افغانستان د سفیر په حواله لیکلی چې یو شمېر سخت دریځه کسان چې بریتانوی پاسپورتونه لری، د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلی سیمو کې فعالیت کوی.ډیلی مېل لیکی:داعش ډله چې په تېرو دوو کلونو کې یې په سوریه او عراق کې ماتې وخوړه، اوس په افغانستان کې ځانته د فعالیت زمینه برابروی.په لندن کې د افغانستان سفیر دې ورځپاڼې ته ویلی چې د ده په باور دا سخت دریځی چې په اصل کې پاکستانیان دی او اوس یې بریتانوی اسناد ترلاسه کړی، په اسانۍ کولى شی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلی سیمو کې فعالیت وکړی ځکه دوى په محلی ژبه خبرې کولى شی او په تګ راتګ او مېشت کېدو کې هم ستونزه نهلری.د افغانستان سفیر ویلی: دا سخت دریځه افراد نه یوازې افغانستان بلکې بریتانیی ته هم ګواښ ګرځی.ډیلی مېل لیکلی چې همدې خطر ته په پام د افغانستان او بریتانیې استخبارات په ګډه کار کوی چې دا کسان ونیسی.ډیلی مېل په خپله تازه ګڼه کې د پکتیا په مرکز ګردېز کې پر یوه جومات د جمعې د ورځې د ځان وژونکو بریدونو په اړه هم لیکنه کړې ده.ډیلی مېل د هغو سلګونو کسانو تصویرونه هم خپاره کړی چې په برید کې د وژل شویو کسانو جنازې ته راټول شوی وو.ملګرو ملتونو ویلی چې په پکتیا کې د اهل تشیع پر جومات دا خونړى برید جنګی جنایت دى.ډیلی مېل ورځپاڼې د ګردېز د پېښې د قربانیانو د خپلوانو له ډلې څخه د حاجی سلطان په نوم د یوه کس څرګندونې هم نقل کړې دی.۷۰ کلن حاجی سلطان دې ورځپاڼې ته ویلی چې د ګردېز پر جومات برید د افغانستان د دښمنانو کار دى چې په خبره یې غواړی د افغانستان د خلکو ترمنځ تفرقه پیدا کړی.حاجی سلطان ډیلی مېل ته ویلی چې د افغانستان دښمنان به هېڅکله ونه توانېږی چې پهداسې اعمالو سره افغانان  سره ووېشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید