روزنامه هیواد

تر څو به طالبان د حورو په وعده [قتلونه او خونونه ] کوی!؟

د فراه امنیه قوماندانی رسنیو ته یلی، چې د دوی د کشفی معلوماتو پر اساس طالبان خپلو وسله والو ته د یو سرتېری په وژلو ۲۵ زره افغانۍ ورکوی او ورته ویل شوی که له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شوئ، نو د [ جنت حورې ] تاسې ته په انتظار ناستې دی!؟ د فراه امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وایی، طالبانو په فراه ولایت کې خپلو وسله والو ته ویلی، که یو سرتېری مو ترور یا وواژه، ۲۵ زره افغانۍ درکوو که تاسې یې ووژلئ، نو د جنت حورې به په انتظار درته ناستې وی: (( دوی خپلو وسله والو ته په بالابلوک، پشت رود او خاکسفېد کې دا خبره کړې او دا ځکه چې په دې وروستیو کې د طالبانو ګڼ هدفی قاتلان یا وژل شوی او یا نیول شوی دی.)) د محب په خبره دوی ته دا خبره رسېدلې ،خو امنیتی ځواکونه له دا ډول خبرو څخه هېڅ وېره نه لری. فراه ولایت چې ګڼې سیمې یې ناامنه دی راپورونه شته چې طالبان هلته هم د ایران لخوا حمایه کېږی.د فراه چارواکو په ګڼو مواردو کې له طالبانو سره د ایرانی وسلو او جنرالانو شتون راپورونه ورکړی دی. د پاکستان خوا ته پرتو سیمو کې بیا پاکستانی مفتیان طالبانو او نورو ترهګرو ته داسې وعدې ورکوی، که مو افغان ځواکونه ووژل، یا مو ښوونځی، سړکونه، پلونه او د اوبو او نورو عام المنفعه تاسیسات په بمونو والوزول یا مو د افغانانو سرونه ووهل، نو دومره پیسې درکوو او که مړه شوئ، نو بیا د جنت حورې درته انظار باسی!؟ دغه دوه مسلمان ګاونډیان خو لا څه چې آن سره روسان او بې دینه روسان هم طالبان او نور ترهګر تېر باسی او په افغانستان کې یې پرې ښه په درز سره د قتلونو او وژنو لړۍ روانه ساتلې ده!؟ په داسې حال کې چې په افغانستان کې دا جګړه ،فتنه او فساد ګڼل شوې او ترهګریز او ځانمرګی بریدونه د اسلامی او دینی عالمانو له خوا حرام بلل شوی دی. خو د ترهګرۍ او اورپکۍ پرضد د افغان ځواکونه جګړه او له هېواد او افغان ولس او ملی ګټو دفاع، مقدس جهاد بلل شوی او د اسلامی نړۍ دینی عالمانو بیا پر دې فتوا د کعبې په حرم کې د کعبې د خطیب او ستر دینی عالم په حضور سره، د تایید ټاپه وهلې ده! دا ډېره د اندېښنې وړ مسئله ده، چې له دې فتواوو سره سره بیا هم طالبان او نورې ترهګرې ډلې د افغان مسلمان پوځی یا مسلمانو افغان ځواکونو د وژنې او قتل لپاره تېر ایستل کېږی!؟ لویه ستونزه دا ده، چې زموږ دوست او مسلمان ګاونډیان په هېڅ توګه اسلامی او د ګاونډیتوب ازښتونو ته ژمن نه دی، په ښکاره د دوستۍ او د دینی او فرهنګی مناسباتو او اړیکو دعوا کوی، خو له بلې خوا د یوه افغان سرتېری ژوند پر ۲۵ زره افغانۍ اخلی، د دوی تا ډول اعمال په هېڅ توګه د زغملو نه دی. هغوی د خپلو موخو لپاره احساساتی ځوانان تېر باسی او په افغانستان کې خپله تپل شوې جګړه پرې پر مخ وړی! طالبان باید نور پوه شی، چې د افغان سرتېری او افغان ملکی وګړی قتل هغه قتل دی، چې لوی او پاک خدای پرې خپه کېږی او جزا یې هم هغه جل جلاله ټاکلې چې جهنم دوزخ ده! د الله پاک مخلوق بیا د بې ګناه مسلمان وژنه، د ټول بشریت وژنه ده او الله پاک هم داسې پرې خپه کېږی، لکه د ټول بشریت په وژنې سره! یعنې هېڅوک حق نه لری، چې د یوه بل بې ګناه انسان یو څاڅکی وینه هم تویې کړی، دا خو بیخی ناروا ده، چې د افغان مسلمانو ځواکونو او یا هم افغان مسلمان ملت او بې دفاع او بې ګناه ملت وینه دې څوک تویې کړی او یا دې زیان ور واړوی. طلبانو لږ فر وکړئ، لږ له خدایه وډار شئ، لږ خپل سرونه په خپلو ګرېوانونو کې کښته کړئ، لږ خپلې کورنۍ او خپلو بچیانو او خپلو پلرونو او میندو ته وګورئ، په خدای چې په دې جګړه کې مو خیر نشته، نه د دنیا خیر او نه هم د اخیرت خیر. دا چې په پرله پسې توګه د اوربند او سولې وړاندیزونه ردوئ، د انسان وژنې، په ناحقه د قتلونو او ټولو ورانیو مسوولیت به هم ستاسو پر غاړه وی! که بیا هم د سولې لپاره له رامنځته شوی فرصته ګټه پورته نه کړئ، نو پړه به یې ستاسو پر غاړه وی! بل لوری افغان حکومت باید له خپلو دغو ګاونډیانو سره حساب یوې خواته کړی، تر کومه به هغوی زموږ پر ملک او زموږ د ملت پر سرونو، خپله سیالی کوی!؟ نوره دالوبه بس ده او باید په پوره مېړانه او زړورتیا سره له دغو ګانډیانو سره خبره سپنه کړی، چې ولې یې دا جګړه روانه ساتلې او  زموږ د اتلو ځواکونو یې جایزه ټاکلې ده. ولسمشر دا شعار ورکاوه: (( افغان ځواکونه، د افغانانو عزت دی، پر هغوی پردۍ یرغل، لکه پر ناموس داسې تېری دی!)) نو دا تېری په هېڅ توګه د زغملو نه دی!

 

ممکن است شما دوست داشته باشید