د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې په غزنی کې د وړمې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او په افغانستان کې یې وروستی تاوتریخوالی زړه بوږنوونکی بللی دی.د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایی، چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ژر درېدو، تاوتریخوالی د کمولو او بېړنی اوربند اړتیا ده.یاد هېواد هیله څرګنده کړې، چې طالبان او افغان حکومت وکړی شی ژر تر ژره دایمی اوربند ته سره ورسېږی.ترکیې تر دې وړاندې هم ژمنه کړې ،چې د افغان سولې له بهیر سره بشپړ همکار دی او ملاتړ یې کوی.